د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان او د طالبانو حکومتي سرتېرو ترمینځ د نښتو له امله د مومندو سلګونه خلک بې کوره شوي


د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مومند بایزي سیمه. انځور له ارشیفه.
د ډیورنډ کرښې ته څېرمه د مومند بایزي سیمه. انځور له ارشیفه.

د خیبر پښتونخوا د مومندو ضلعې د بایزو اوسېدونکي وايي چې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د سرتېرو او د پاکستان امنیتي ځواکونو ترمینځ د نښتو له کبله ګڼ خلک کورونو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

بایزي د ډیورنډ کرښې دواړو غاړو ته مېشت دي او د دې وګړي د کرښې يوې بلې غاړې ته ځمکې او جایدادونه لري خو د کله راهیسې چې پر کرښه ازغن تار لګول شوی، دا قبیله یې هم تقسیم شوې ده.

د بایزو د شندري سیمې یوه اوسېدونکي ملک صنوبر مومند د سېپټېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل چې د نښتو له کبله تر ۵۰۰ پورې خلک کډوال شوي چې ځینې یې نېږدې سیمو کې د مومندو د نورو قبیلو په حجرو کې دېره شوي او ځینې يې پېښور او پنجاب ته کډه شوي دي.

"د وتکي (بایزو) تلاشي پوستې نه پورته ګاډي نه راځي، ځکه هلته د ګولیو باران دی، او جګړه روانه ده. زموږ خلک چې کومو ته ګاډي نه ملاوېږي، هغوی پلي روان دي او ښکته ځي. که هغه غاړې (افغانستان) باندې ګولۍ لګېږي نو ښه نه ده، او که دې خوا (پښتونخوا) باندې ګولۍ لګېږي نو هم ښه نه ده. موږ غوښتنه کوو چې زموږ په خاوره، کورونو او جوماتونو باندې ګولۍ مه اوروئ، زموږ پر مالونو او ماشومانو باندې ګولۍ مه اوروئ."

د ملک صنوبر په وینا، دا ډزې نن (د سېپټېمبر پر ۳۰مه) په اوومه ورځ هم روانې دي. د دواړو غاړو ساتونکو پر یو بل د تېرې هفتې راهیسې ډزې پیل کړي دي چې د بایزو د سیمې وګړو ته یې تاوانونه اړولي دي.

په بایزو کې په ۲۰۱۰ او بیا په ۲۰۱۲ کې پوځي عملیات "بریښنا اول" او "بریښنا دویم" شوي ول. د هغه عملیات له وجې هم په ډېر خلک کډوال شوي ول. وروسته د وسلوالو پر ضد د حکومت په مرسته امن لښکر جوړ شو.

ملک صنوبر مومند وویل"په ډیورنډ کرښه چې کوم ازغن تار لګېدلی، د هغې نه شاوخوا ۱۰ کیلومتره پورې آباد کلي متاثره شوي دي. دې خوا ته عیساخېل او اتمرخېل متاثره شوي او کډوال شوي دي، شاوخوا ۴۰ کلي متاثره شوي دي."

د بایزو سره نېږدې ختیځ لور د مومندو بله قبیله خویزي اوسېږي چې هغوی هم پر کرښه له کړکیچ څخه اغیزمن شوي دي. د سیمې یو استوګن او فعال تفسیر مومند مشال راډیو ته وویل د دواړو خواو ساتونکو پر یو بل د ډزو له امله د سیمې خلکو کرښې ته نېږدې کورونه خالي کړي دي.

هغه وویل که ډزې ونه درول شوې، نو دوی به د مدني فعالانو په مرسته په احتجاج لاس پورې کړي.

"بیلابېل تنظیمونه دي، موږ له هغوی سره مشورې کړې دي، که دا جګړه ونه درول شوه نو موږ به پرلتونه وکړو. دغلته قبیلې د عملیاتو په وخت هم کډوال شوې وې. موږ دغه خلک په سوالونو او منتونو راوستي دي، ځکه چې موږ وطن ابادوو، او اوس یو وار بیا په هغوی جګړه ورتپل کېږي."

د طالبانو او پاکستانیو ساتونکو پر یو بل د ډزو له امله په بایزي کې له سیمې لوګي پورته کېږي
د طالبانو او پاکستانیو ساتونکو پر یو بل د ډزو له امله په بایزي کې له سیمې لوګي پورته کېږي

مومند ضلع کې نېږدې پینځه لکه خلک ژوند کوي، دا ضلع په افغانستان کې دننګرهار ولایت سره لګېدلې ده چې هلته هم د مومند قام وګړي په ګن شمېر کې اباد دي. په ننګرهار کې لالپوره، ګوشته، مومند دره او نورو سیمو کې ګڼ مومندان مېشت دي. پخوا د سېمې خلکو ازاد تګ راتګ کاوه خو د ۲۰۱۶ز کال وروسته د پاکستان حکومت د خلکو د تګ راتګ لپاره ویزه او پاسپورټ لازمي کړل چې ورسره تګ راتګ محدود شو.

د خویزو او بایزو د سب ډویژن تحصیل ناظم، بسم الله جان مومند، مشال راډیو ته وویل چې د ساتونکو پر یو بل ډزو ګڼ خلک په تکلیف کې کړي او په دې اړه د سیمې مشرانو د ملکي او پوځي مشرانو سره هم لیدلي دي.

هغه وویل "دواړو غاړو ته خوایزي او بایزي اباد دي. تېر وختونو کې د لانجو د ختمولو لپاره هغوی ځینې خبرې منلې وې، خو بیا په کې ځینې ستونزې راغلې او خبرې ونه شوې. اوس بیا هم موږ هڅه کوو چې که یوه قومي جرګه جوړه کړو او دا خبره هواره کړو."

د پاکستانیو او طالب پوله ساتونکو ترمینځ په تورخم، خرلڅیو، چمن، انګور اډه او نورو ځایونو کې هم وخت پر یو بل ډ ډزو پېښې مخې ته راغلي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده. د کړکیچ له کبله هغه لارې څو ورځې د تګ راتګ لپاره بندې شوې هم دي چې وروسته د سیمه ایزه مشرانو د جرګو او یا هم دحکومتي چارواکو د خپلمینځي خبرو وروسته خلاصې شوي دي.

د پاکستان په قامی اسمبلۍ کې د مومندو استازی ساجد مومند مشال راډیو ته وویل چې د کله راهیسې چې په سیمه کې جګړه پیل شوې ده نو د درولو لپاره یې د خپل ګوند له مشران، حکومتي چارواکي او پارلېماني غړي خبر کړي دي.

هغه وویل "ما د هغوی په نوټس کې هم دا خبره راوستله. ما ورته وویل چې بېلابېلو ځایونو کې تاسو دا مسله حل کړئ. زه به پرې پخپله هم اسمبلۍ کې خبره کوم، خو دا حقیقت دی چې تر څو پورې زموږ له افغانستان سره اړیکې سمې نه وي، نو نه یواځې مومند، بلکې د ډیورنډ په پوله چې څومره سیمې پرتې دي، هلته به د دواړو غاړو پښتانه متاثره کېږي، او مشکلات به ورته وي."

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستانیو چارواکو لا هم په دې اړه څه نه دي ویلي چې هغه لانجه یې په څه ده او ولې یې ساتونکي پر یو بل ډزې کوي او یا هم د جګړې د ختمولو لپاره د دواړو خواو چارواکي له بل سره په اړیکه کې دي که نه.

په مخکې وختونو زیاتره داسې شخړې پر کرښه د تار غځولو، مورچو جوړولو او د ساتونکو ترمینځ د لفظي شخړو پر سر مخې ته راغلي دي.

XS
SM
MD
LG