په کورمه کې شیعه او سنیانو مړي او یرغمل شوي تبادله کړي

په کورمه کې د شیعه او سني ډلو ترمنځ د نومبر له ۲۱مې نښتې روانې دي. (انځور: ارشیف)

د خیبرپښتونخوا د کورمې په بېلا بېلو سيمو کې شيعه ګانو او سنيانو د نومبر ۲۶مه په شپه پرنښتو سربېره د وژل شويو د جسدونو او د يرغمل کسانو تبادلې کړې دي.

د بګن سیمې يو مشر حاجي محمد کريم د نومبر بر ۲۵مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې انتظامي او پوځي افسرانو ته يې څلور مړي ورسپارلي او له مخالف لوري يې پينځه ښځينه ترلاسه کړې دي.

ده وویل، "څلورجسدونه راسره ول، هغه مو ورکړل او په بدل کې يې زموږ پينځه زنانه راکړې. مړي مو ډي سي صيب، ډي پي او او کرنېل صيب ته حواله کړل. له موږ سره بقايا نه ژوندی او نه هم کوم مړی شته."

خو په عليزو کې د شيعه ګانو يو مشر ملک دلدار حسين د نومبر پر ۲۵مه ناوخته له مشال راډيو سره په خبرو کې له مخالف لوري د مړو ترلاسه کول تایید کړل.

خو نوموړي کورمې ته د حکومتي پلاوي تګ يو نمايشي کار وباله. هغه زياته کړه چې د سيمې خلک بايد خپلمنځي مسلې په خپله حل کړي.

دا له هغه وروسته ده چې د اطلاعاتو لپاره د خيبر پښتونخوا د اعلا وزير سلاکار محمد علي سيف د نومبر پر۲۵مه پر خپله اېکس پاڼه وليکل چې حکومتي پلاوي د کورمې له شيعه او سني مشرانو سره ليدلي او هغوی د اوربند تر څنګ پر دې هم سلا شوي دي چې په نښتو کې د وژل شویو مړي او يرغمل کسان یو بل ته وسپاري.

که څه هم صوبايي حکومت د شیعه او سني ډلو ترمنځ د ډزبندۍ کولو اعلان کړی وو خو بیا هم په کورمه کې د دواړو غاړو ترمنځ نښتې روانې دي.

په دې ترڅ کې د نومبر تر ۲۵مه له دواړو غاړو لږترلږه ۴۱ کسان په نښتو کې وژل شوي دي.

د کورمې د شيعه ګانو او سنيانو ترمينځ جګړه د نومبر پر ۲۲مه له هغې وروسته پيل شوه کله چې د نومبر پر ۲۱مه د مندوريو او ډډ کمر په سيمو کې د مساپرو ګاډي تر وسلوال بريد لاندې راغلل او پکې د څلورو سنيانو پشمول ۴۶ شيعه ګان ووژل شول.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۲۴مه، د خیبر پښتونخوا حکومت کورمې ته د صوبايي‌ وزیر افتاب عالم په مشرۍ يوه جرګه لېږلې وه.

حکومتي پلاوي له سني او شيعه مشرانو سره تر مذاکراتو وروسته اعلان وکړ چې دواړه غاړې په اوربند سلا شوي دي.

د صوبايي حکومت وياند، محمد علي سيف د نومبر پر ۲۴مه پر اېکس ليکلي وو چې اوربند سمدستي د ۷ ورځو لپاره دی. د هغه په وينا په دې ورځو کې به د دایمي جنګبندۍ هڅې کېږي.

خو له حکومت سره په مذاکراتو کې شامل د سنیانو یو مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي د نومبر پر ۲۵مه مشال راډیو ته وويل چې د سیمې د امن په خاطر جنګ بندۍ ته تیار شول خو د هغه په وينا بیا هم پرې ډزې وشوې.

هغه ویلي وو"چې پر موږ ګولۍ ورول کېدلې نو څنګه به مو خپله [د اوربند] خبره عملي کوله؟ موږ امت ته ترجیح ورکړې او بیا به هم پر دغه قایم يو خو دا هر ځه یوازې يو طرفه نه شي کېدلی."

خو په شاخ دولت خیلو کې د شیعه ګانو یو مشر لایق حسین مشال راډیو ته وويل چې دوی د اوربند په وعده ولاړ دي. هغه زیاتوي چې دوی نيولي ځيني کسان د نومبر پر ۲۴مه جرګې ته حواله کړل.

ده وویل، "خو زموږ دوه نيول شوي کسان موږ ته نه دي سپارل شوي. ځيني‌مړي هم نه دي راکړل شوي. موږ د جګړې ودرولو او د مړيو د حواله کولو په لوظ ولاړ یو."

په کورمه کې د نومبر له ۲۱مې راهيسې په جګړه کې تراوسه پورې ۹۱ کسان وژل شوي او ۱۵۰ ژوبل شوي دي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په ۲۰۰۸ کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.