کورمه: شیعه او سنیانو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونه جاري ساتلي

په پاړه چینار کې د پرلت انځور. د ډېسېمبر ۲۶مې انځور.

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې سنیانو او شیعه ګانو د خپلو غوښتنو لپاره احتجاجونو ته دوام ورکړی دی.

په سیمه کې شیعه ګان له یو نیمې اونۍ راهسې د پاړه چینار پریس کلب مخې ته ناست دي او سنیانو دوه ورځې وړاندې په بګن کې پر ټل-پاړه چینار مرکزي سړک پرلت وهلی دی.

په احتجاج کې شامل د تري منګلو ملک مئین منګل وايي، د احتجاج هدف یې د امن بحالي ده چې دا یوازې هله ممکن ده چې له دواړو خواوو وسلې راټولې شي، مورچې ړنګې شي او د ناقانونه تنظیمونو پر وړاندې عملیات ترسره شي.

بلخوا په پاړه چینار کې شیعه احتجاج کوونکي ۱۱ بېلابېلې غوښتنې لري، خو اصلي غوښتنه یې د ټل-پاړه چینار مرکزي سړک د تګ راتګ لپاره پرانستل دي. د سیمې مرکزي سړک او نورې لارې له دوه نیمو میاشتو راهسې تړلې پاتې دي. لارې تر هغې وروسته وتړل شوې چې د سېپټېمبر پر ۲۰مه د دواړو خواو ترمینځ خونړۍ جګړه وشوه.

هغه وخت حکومت د کانویانو په شکل کې د خلکو د تګ راتګ ستونزه هواره کړه، خو د اکتوبر پر ۱۲مه د سنیانو یو کاروان د وسلوال برید لاندې راغلو او هغه لړۍ ودرېده.

حکومت وروسته د خوراکي توکو، دواګانو، تېلو او نورو اړینو شیانو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره بیرته کانوایانې لېږدول پیل کړل، خو د نومبر پر ۲۱مه د شیعه ګانو پر کاروان د برید له امله حالات خراب شول او هر څه په ټپه ودرېدل.

په پاړه چینار کې د احتجاج ګډونوال پیر سید نجات حسین وايي چې دا د هر وګړي بنیادي حق دی چې آزاد تګ راتګ وکړي، خو له دوی سره داسې چلند نه کېږي.

دا هم وګورئ:

د خیبر پښتونخوا حکومت کورمې ته د هیلي کاپټر خدمات پیل کړيد کورمې د امن لپاره خلکو په اسلام اباد کې مظاهره وکړهپاړه چینار کې د لارو پرانیستو او امن لپاره پرلت دوام لريچارواکي وايي کورمه کې دوه نیمو میاشتو کې ۴۶ ماشومان مړه شوي دي

په کورمه کې د ډېسمبر پر لومړۍ نېټه چې کله جګړه ودرېده، حکومت د کواټ ښار ته شیعه او سني مشران راوبلل او هلته یې د راپورته شوو شخړو د حل لپاره جرګه پیل کړه. د درېیو اونیو لپاره روانه جرګه کې دواړو خواوو پر ۱۴ موضوعاتو خبرې وکړې او پر ټولو یې توافق راغی، خو د وسلو پر راټولولو لا هم اختلاف شته.

بلخوا د حکومتي جرګې یو مشر حاجي عزت ګل د ډېسمبر پر ۲۹مه، مشال راډیو ته وویل، په جرګه کې شیعه مشران د وسلو له سپارلو پرېکړه رد کړې وه ، خو وروسته یې پر موافقه لاسلیک وکړ. ګل وویل چې ډېر ژر به د دواړو خواوو ترمنځ د امن تړون وشي.

حاجي عزت ګل زیاتوي چې په سیمه کې به لارې ژر خلاصې شي او د مسافرو د خوندیتوب ذمه واري به د حکومت پر غاړه وي.

دا په داسې حال کې ده چې اوس مهال د خیبر پښتونخوا حکومت د لارو بندېدو له وجې، کورمې ته د هیلي کاپټر له لارې د خلکو د لیږدولو خدمت پیل کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سیکرټریټ د ډېسمبر پر۲۷ په بیان کې ویل شوي چې حکومت د لارې تړل کېدو له امله دغه خدمت پیل کړی، چې تر اوسه تر د ناروغانو په ګډون ۶۱۳ کسانو ګټه پورته کړې ده. دا راز د هیلي کاپټر له لارې اړین درمل او شاوخوا ۱۰ ټنه طبي وسایل کورمې ته رسول شوي دي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.