د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا حکومت کورمې ته د هیلي کاپټر خدمات پیل کړي


د ډېسېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ځایي خلک د بندو لارو د خلاصېدو لپاره د احتجاج په مهال.
د ډېسېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ځایي خلک د بندو لارو د خلاصېدو لپاره د احتجاج په مهال.

د خیبر پښتونخوا حکومت کورمې ته د هیلي کاپټر له لارې د خلکو د لیږدولو خدمت پیل کړی دی.

د خیبر پښتونخوا د وزیراعلا سیکرټریټ د ډېسمبر پر۲۷ په بیان کې ویل شوي چې حکومت د لارې تړل کېدو له امله دغه خدمت پیل کړی، چې تر اوسه تر د ناروغانو په ګډون ۶۱۳ کسانو ګټه پورته کړې ده. دا راز د هیلي کاپټر له لارې اړین درمل او شاوخوا ۱۰ ټنه طبي وسایل کورمې ته رسول شوي دي.

دپه بیان کې د وزیر اعلا له قوله ویل شوي دي چې هغه هڅه کوي د کورمې د خلکو ستونزې هوارې کړي او ټول موجوده وسایل په دې لاره کې کاروي.

دا څرګندونې په داسې حال کې شوي چې کرمه له تېرو ۸۰ ورځو راهیسې د لارې او بازارونو د بندیدو له امله د درملو او خوراکي موادو له کمښت سره مخ ده. په همدې وخت کې په کواټ کې یوه جرګه روانه ده، خو لا هم د شخړې د هواري په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د ډېسېمبر پر ۲۷ په اسلام اباد او کراچۍ کې د حقونو فعالانو او سیاسي کسانو د کورمې د وضعیت په اړه احتجاجي مظاهرې وکړې. دا راز په پاړه چینار کې هم د تېرو څو اونیو راهسې د سیمې د وضعیت او بندو لارو د خلاصېدو لپاره احتجاج دوام لري.

د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون ټول ۱۲۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.

د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دې خلاصې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اپېکس کمیټۍ په کورمه کې د امن لپاره د سني او شيعه ډلو لخوا د جوړو کړل شويو مورچو د ختمولو پرېکړه کړې ده. د ډېسېمبر پر ۲۰مه په پېښور کې د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه‌ پور په مشرۍ غونډه کې وویل شول چې په کورمه کې تر هغه دوامدار امن نه شي راتلی، چې هلته مورچې او وسله ختمه نه کړل شي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG