د بشري حقونو کمېشن: پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي

د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد اقبال بټ (له ښي لوري دویم) او د هغې ادارې نور چارواکي خبري غونډې ته وینا کوي - د ډېسېمبر ۱۰مې انځور.

د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن مشر اسد اقبال بټ ویلي دي چې ریاست دې جبري بې درکۍ، په زور د لږکیو د مذهب بدلولو بهیر، د بیان پر ازادۍ محدودیتونه او د سیاسي مخالفینو ځورول ودروي.

نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۰مه د بشري حقونو نړیوالې ورځې په مناسبت په کراچۍ کې د خبري غونډې پر مهال د کمېشن راپور وړاندې کړ او و یې ویل چې په پاکستان کې د بشري حقونو وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي. "که حکومت دی او که مخالف ګوندونه – ټول په ګډه د بشري حقونو سرغړونې کوي. د پارلېمان غړو داسې قوانین جوړ کړي چې له خلکو یې د بیان ازادي اخیستې ده. هغه کسان چې د حکومت او اېسټیبلېشمنټ (امنیتي ادارې) پر تګلارو نیوکې کوي، نیول کېږي، مقدمې ورباندې جوړېږي او د جبري بې درکیو ښکار کېږي. د حکومت دا ټول کارونه غیر اییني او غیر قانوني دي."

د بشري حقونو هغه ناحکومتي او خپلواک کمېشن مشر اسد اقبال بټ زیاته کړه چې په پاکستان کې د خلکو مدني او اقتصادي حقونه، د ښځو، لږکیو، کډوالو او بې ځایه شویو کسانو حقونه له جدي مشکلاتو سره مخامخ دي چې جدي پاملرنې ته اړتیا لري.

د کراچۍ غونډې ته د بشري حقونو فعالان او پوهان هم ورغلي ول. د کراچۍ پوهنتون د ژورنالېزم څانګې پخواني استاد ډاکتر توصیف احمد خان غونډې ته وویل چې په پاکستان کې د خبریالانو وژنې، ورباندې د تشدد، د هغوی ځورولو او پرضد یې د مقدمو دایرېدو پېښې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د اسلام اباد پولیسو نومیالی خبریال مطیع الله جان له پولیسو سره د لانجې کولو په تور ونیوه چې بیا عدالت په ضمانت خوشې کړ.

پاکستان په ۲۰۲۴ز کال کې د بې‌ پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) د رسنیو ازادۍ پر پیمانه پر ۱۵۲م مقام یا ځای دی. دا درجه‌ بندي په ۱۸۰ هېوادونو کې د مطبوعاتي ازادۍ وضعیت ارزوي، چې له مخې یې پاکستان د خبریالانو لپاره یو له خطرناکو هېوادونو څخه بلل کېږي.

په پاکستان کې د رسنیو د ازادۍ لپاره کارکوونکی یو ناحکومتي سازمان "فریډم نېټورک" د نومبر په پیل کې په خپل وروستي راپور کې ویلي چې روان ۲۰۲۴ز کال په پاکستان کې شپږ خبریالان وژل شوي دي.

په پاکستان کې فعالان وخت په وخت د جبري بې درکیو پر ضد مظاهرې کوي - پخوانی انځور.

په همدې حال کې د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره کارکوونکي سازمان (وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز) د ډېسېمبر پر نهمه وویل چې د کراچۍ پولیسو او ریاستي ادارو څلور بلوڅ زده کوونکي - ګمشاد غني، دودا الهي، معراج ګمشاد او مزمل بلوڅ - نیولي او بې درکه کړي دي.

د هغه سازمان یوې مخکښې مشرې سیمي دین بلوڅې خبریالانو ته وویل چې د اسماعیل بلوڅ په نوم یو بل کس چې له دوبۍ په رخصتۍ (چوټۍ) کور ته تللی وو، هم ورک شوی دی.

هغې زیاته کړه چې د اکتوبر پر شپږمه د کراچۍ له هوايي ډګر سره نېږدې پر چینایي انجینرانو تر ځانمرګي برید وروسته په کراچۍ او د پاکستان په نورو برخو کې د بلوڅ ځوانانو او زده کوونکو برمته کېدل زیات شوي دي. په هغه برید کې د دوو چینايي انجینرانو په ګډون درې تنه وژل شوي ول او ذمه واري یې بېلتونپالې بلوچ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) منلې وه.

په پاکستان کې د ورکو خلکو ستونزه څو لسیزې سابقه لري او بلوڅان وايي چې د ورکو شمېر له هغو زیات دی چې حکومت یې بیانوي.

په پاکستان کې د بې درکه کسانو د پلټنې حکومتي کمېشن وايي چې دوی له ورکړل شويو څه باندې ۱۰ زره بې درکه کسانو څخه د څه باندې ۸،۰۰۰ کسانو قضیې يې هوارې کړي خو تر ۲،۰۰۰ زياتو کسانو مقدمې لا هم ناحل پاتې دي.

د پاکستان حکومت وايي‌ د ستونزې د هواري هڅه کوي. د پاکستان د قانون وزیر اعظم نذیر تارړ په اپرېل کې ویلي ول چې د جبري بې درکیو مسله "ډېره پېچلې" ده او په یوه ورځ کې نه شي هوارېدای.

د وزیراعظم شهباز شریف څرګندونې

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت په بیان کې د ریاستي کړنو دفاع کړې او ستایلې یې دي.

هغه دعوه کړې چې حکومت یې د ايين په چوکاټ کې د خلکو بشري حقونه خوندي کړي دي.

شریف داراز، د ډېسېمبر پر ۱۰مه په اسلام اباد کې یوې غونډې ته په وینا کې دعوه وکړه چې په پاکستان کې لږکیان له "بشپړې ازادۍ" برخمن دي او د هېواد ټولو وګړو ته یې "مساوي حقونه" ورکړي دي.

ده دا هم وویل چې حکومت یې د تعلیم په برخه کې اقدامات کوي، زده کوونکو ته سکالرشېپونه ورکوي، د نجونو د تعلیم لپاره "ځانګړې هڅې" کوي او له ماشومانو د شاقه کارونو اخیستو مخنیوي اقدامات کوي.