رېچرډ بېنېټ: د ايران پر پوله دې د افغانانو د وژنې د راپورونو شفاف تحقیقات وشي

له افغانستانه د ايران پر لوري په روانو ګاډو کې مسافر سپاره دي - انځور له ارشیفه

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي رېچرډ بېنېټ د هغو راپورونو د پلټنو غوښتنه کړې چې وايي ايرانیو سرحدي ځواکونو په سراوان سیمه کې "ګڼ افغان کډوال وژلي" دي.

بېنېټ د اکتوبر پر ۱۶مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) ليکلي چې هغو راپورنو "زښت اندېښمن کړی دی" چې په اړه یې باید "شفافې" څېړنې وشي.

د "حال وش" په نوم د بشري حقونو سازمان او رسنۍ چې د سیستان - بلوچستان ولایت چارو په اړه خبرونه خپروي، د اکتوبر پر ۱۵مه شپې ناوخته پر اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې د "دوو افغان کډوالو" او خپلو "سرچینو" په حواله ویلي دي چې د ایرانیو ځواکونو "په ډزو کې" تر ۲۰۰ زیات افغانان وژل شوي دي.

هغه سازمان په بیان کې د خپلو سرچینو په حواله ویلي دي چې د اکتوبر پر ۱۳مه ګڼو افغانانو غوښتل چې ایران ته داخل شي چې ایراني سرتېري ورته "وار له مخه سراوان کې پټ ناست ول او ورباندې یې مستقیمې ډزې" وکړې.

بیان وايي شاوخوا "۳۰۰" افغان کډوالو ایران ته د داخلېدو هڅه کړې وه چې ورڅخه یې "له ۶۰ تر ۷۰ پورې ژوندي پاتې شوي او نور وژل شوي یا سخت ژوبل دي."

سراوان سیمه د پاکستان له بلوچستان سره نېږدې پرته ده.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وياند ذبیح الله مجاهد رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې په دې اړه څېړنې کوي.

بلخوا د اکتوبر پر ۱۶مه په جينيوا کې د افغانستان د تېر جمهوري حکومت سفير نصیر اندېشه او په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دايمي استازي نصیر فايق په جلا جلا خبرپاڼو کې هغه پېښه "غیرانساني" بللې او غندلې یې ده. هغوی د پېښې د ازادو پلټنو غوښتنه کړې ده.

په همدې حال کې په افغانستان کې د ایران سفیر او د هغه هېواد لپاره د تهران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي پر اېکس په بیان کې ادعا کړې چې داسې پېښه نه ده شوې.

هغه زیاته کړې چې له "معتبرو سرچينو سره تر تعقيب وروسته دې نتيجې ته ورسېد چې ایرانیو پوله ساتو په سراوان کې په لسګونو افغانان نه دي وژلي."

خو د پېښې عیني شاهدانو او د ښکار شویو خپلوانو د اکتوبر پر ۱۶مه مشال راډیو ته هغه خبرې تایید کړې چې حال وش سازمان او رسنیزې ډلې خپرې کړې دي. البته هغوی د مرګژوبلې په اړه ضد و نقیض ارقام ورکوي چې مشال راډیو یې په خپلواکه توګه نه شي تاییدولای.

د پېښې یو عیني شاهد چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، د اکتوبر پر ۱۶مه هرات ته تر رسېدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې ایرانیو سرتېرو ورته د سراوان ولسوالۍ په کلګانو کې کمین نیولی وو. "نن سهار (د اکتوبر پر ۱۶مه) بېرته راغلو، دا ورور مې د کلګانو په سیمې کې په کمین کې ګېر شو، موږ ټول ۳۰۰ کسان وو، نو تر ۲۷۰ یا ۲۸۰ کسان ووژل او ټپي شول. ښایي تر ۵۰ یا ۶۰ کسان ژوندي راوتلي وي، زما خپل ۱۲ تنه ملګري هم ووژل شول."

البته په پېښه کې د یو وژل شوي کس خپلوان د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل چې تر "۶۰ پورې کسان بچ پاتې شول او نور ټول ۲۴۰ پورې یې ووژل شول."

ده زیاته کړه چې هغه افغانان د کاروبار لپاره ایران ته روان ول.