د شانګلې د بيړنيو حالاتو ادارې ريسکيو۱۱۲۲ د جنورۍ پر ۲۱مه په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې د جنورۍ پر ۲۱مه ماښام په رامنځ ته شوې پېښه کې د درېیو ښځو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي هم دي.
بلېنکین د جنورۍ پر ۲۱مه په جنیوا کې له لاوروف سره تر کتنې وروسته خبریالانو ته وویل چې د دې موافقې د راژوندي کولو لپاره سفارتي هڅې یو مثال دی چې ګواګې واشنګټن او مسکو کولای شي پر امنیتي مسایلو په ګډه کار وکړي.
د ناروې د بهرنیو چارو وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه ویلي چې طالب پلاوی به په درې ورځني سفر کې په افغانستان کې د بشري ناورین پر مخنیوي خبرې وکړي.
د کورونا وایرس په اړه حکومتي ووبپاڼې نن ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ ناروغۍ څخه ۲۳ کسان مړه شوي دي.
کمېشن د جنورۍ پر ۲۰مه په بیان کې ویلي چې د مارچ پر ۲۷مه به د څلورو قبایلي سیمو په ګډون به په پاتې ضلعو کې انتخابات وکړي.
د کار د نړیوالې ادارې په وینا، د ۲۰۲۱ز کال په وروستیو درېيو میاشتو کې په افغانستان کې نېږدې پنځه سوه زره کاري فرصتونه له لاسه وتلي او اټکل کېږي چې سږ کال تر نیمايي پورې به ۹ لکه نور کاري فرصتونه له منځه لاړ شي.
په دې ټورنمنټ کې په خپل لومړي مېچ کې پاکستان زمبابوې او افغانستان پاپوا نيوګېني ته ماتې ورکړې وه.
تېدروس ایدهانوم ګیبریېسس دا خبره په داسې حال کې کړې ده چې د کورونا وایرس اومیکرون بڼې په تېزۍ سره د خپرېدو له امله د کووېډ-۱۹ ناروغۍ زیات شمېر کېسونه مخې ته را روان دي.
ټاکل شوې ده چې له دې وروستو به نوموړی له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د لیدنې لپاره جنیوا ته ولاړ شي.
نور وښیئ