د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند امام الدین احمدي د جنورۍ پر څلورمه مشال راډيو ته وویل چې په دې وروستیو کې بهر ته الوتنې عادي حالت ته ګرځېدلي او ډېرې الوتنې چین، پاکستان، ترکیې او دوبۍ ته کېږي چې له هرې بهرنۍ الوتنې څخه له شپږ تر اووه زرو امریکایي ډالرو عاید ترلاسه کېږي.