د هرات د سوداګرۍ او صنایع خونې په یو خبرپاڼه کې ویلي چې یاد پلاوي له دوی سره د ټاپي پروژې د کار پر چټکتیا خبرې کړي دي.
د کورونا په اومېکرون بڼې چې ژر خپرېږي په لسګونو هېوادونو کې ګڼ کسان اخته شوي دي، خو هغه کسان چې واکسین یې کړی دی او په اومېکرون اخته شوي دي په هغوی کې د کورونا سختې نښې نه لیدل کېږي او د دې بڼې د مړینې کچه هم کمه ده.
د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې په وينا په غرييزو سيمو کې د واورو او بارانونو له کبله لويې لارې بندې شوې چې دوی يې د بيا پرانيستلو هلې ځلې پيل کړې دي.
نوموړي د جنورۍ پر شپږمه د خپل ګوند د مرکزي اجراییوي کمېټۍ تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، پټې خبرې تحریک طالبان پاکستان ته د تسلیمېدو په معنا دي.
امیرخان متقي د جنورۍ پر شپږمه د یوشمېر وزارتونو ویاندانو ته په وینا کې چې رسنیو ته هم استول شوې، وویل، د طالبانو حکومت د هېواد دننه مالي سرچینې سمبالې کړې دي.
قادر خان زیاتوي چې د چاپې پر وخت دی په کور کې نه وو. نوموړي دا و نه ویل چې سرتېري یې کور ته ولې ورغلي ول.
د کورونا وایرس په اړه د حکومتي ووبپاڼې له نننیو ارقامو سره سم، په پاکستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا له پیل راهیسې د کورونا وایرس د وړجنو کسانو شمېر تر ۱۳ لکو اوښتی دی چې پکې ۲۸۹۶۱ کسان له ناروغۍ مړه شوي خو تر ۱۲ نیمو لکو زیات ورڅخه رغېدلي دي.
په سیمه کې یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍپر پینځمه سهار مهال په شکتوی کې د خفیه معلوماتو پر اساس پوځ کارروايي کړې.
سفارت د جنورۍ پر پینځمه په یو بیان کې وویل چې د محمد فهیم کشاف په نوم پخوانی ډپلومات د سفارت ودانۍ ته یوه ورځ مخکې ننوتی و او ادعا یې کوله چې د طالبانو له لورې سفیر ټاکل شوی دی.
پرلتوال د جنورۍ له درېیمې نېټې راهیسې په احتجاج ناست دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د وسله والو خلاف د امنیتي ځواکونو په کارروایانو کې دې ځايي ولس نه ځوروي.
اسد عمر چې د کورونا وايرس د څار او کنټرول ملي ادارې مشر هم دی د جنورۍ پر پینځه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې په هېواد کې د کورونا وایرس کېسونه په زیاتېدو دي.
نور وښیئ