د قدرتي افتونو د نظم صوبايي ادارې په وينا په غرييزو سيمو کې د واورو او بارانونو له کبله لويې لارې بندې شوې چې دوی يې د بيا پرانيستلو هلې ځلې پيل کړې دي.
نوموړي د جنورۍ پر شپږمه د خپل ګوند د مرکزي اجراییوي کمېټۍ تر غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، پټې خبرې تحریک طالبان پاکستان ته د تسلیمېدو په معنا دي.
امیرخان متقي د جنورۍ پر شپږمه د یوشمېر وزارتونو ویاندانو ته په وینا کې چې رسنیو ته هم استول شوې، وویل، د طالبانو حکومت د هېواد دننه مالي سرچینې سمبالې کړې دي.
قادر خان زیاتوي چې د چاپې پر وخت دی په کور کې نه وو. نوموړي دا و نه ویل چې سرتېري یې کور ته ولې ورغلي ول.
د کورونا وایرس په اړه د حکومتي ووبپاڼې له نننیو ارقامو سره سم، په پاکستان کې په ۲۰۲۰ز کال کې د وبا له پیل راهیسې د کورونا وایرس د وړجنو کسانو شمېر تر ۱۳ لکو اوښتی دی چې پکې ۲۸۹۶۱ کسان له ناروغۍ مړه شوي خو تر ۱۲ نیمو لکو زیات ورڅخه رغېدلي دي.
په سیمه کې یو استخباراتي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍپر پینځمه سهار مهال په شکتوی کې د خفیه معلوماتو پر اساس پوځ کارروايي کړې.
سفارت د جنورۍ پر پینځمه په یو بیان کې وویل چې د محمد فهیم کشاف په نوم پخوانی ډپلومات د سفارت ودانۍ ته یوه ورځ مخکې ننوتی و او ادعا یې کوله چې د طالبانو له لورې سفیر ټاکل شوی دی.
پرلتوال د جنورۍ له درېیمې نېټې راهیسې په احتجاج ناست دي او له حکومته غوښتنه کوي چې د وسله والو خلاف د امنیتي ځواکونو په کارروایانو کې دې ځايي ولس نه ځوروي.
اسد عمر چې د کورونا وايرس د څار او کنټرول ملي ادارې مشر هم دی د جنورۍ پر پینځه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وويل چې په هېواد کې د کورونا وایرس کېسونه په زیاتېدو دي.
د پاکستان صحت وزارت په خپل ويبپاڼه ليکلي چې له دې سره د جنورۍ تر پينځمې پورې د ټولو کیسونو شمېره ۲۰۰۰ کم ۱،۳ ميليونو ته رسېدلې دي.
د تحريک انصاف حکومت په ټاکنو کې د درغليو مخنيوي لپاره د اليکټرانيک مشينونو موجوديت مهم بولي خو اپوزیشن ګوندونه یې ردوي او وايي پاکستان دومره پرمختللې ټيکنالوژي نه لري چې دا مشينونه د پاکو انتخاباتو ضمانت وکړای شي.
نور وښیئ