انتوني بلینکن د جنورۍ پر ۱۵مه، په خپل ټویټر کې لیکلي چې د افغانستان پر موضوع یې د بشري چارو او د بېړنیو مرستو د همږغۍ لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له مرستیال مارټین ګریفیتس او د سره صلیب نړیوالې کمېټې له مشر پیټر ماوریر سره د انټرنیټ له لارې لیده کاته کړي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د جنورۍ پر ۱۴مه پر ټویټر لیکلي چې د دوی حکومت د ملګرو ملتونو د سرمنشي لخوا له امریکا د افغانستان د پانګې د خلاصون غوښتنه ستایي.
په پېښور کې د پوليو مخنيوي ادارې له دفتره د جنورۍ پر ۱۴مه مشال رېډيو ته په رالېږلې شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې په دې کمپاين کې به له پنځو کلو کم عمرو څه باندې ۴۴ لکه ماشومانو ته د ګوزڼ مخنيوي څاڅکي ورکول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې په مېلبرن کې د ټینس سیالیو پیلېدو ته څو ورځې وخت پاتې دی. د اسټرالیا د مهاجرت چارو وزیر الېکس هاک د جنورۍ پر ۱۴مه په یو بیان کې وویل، د روغتیا او د ښه نظم لپاره او د ولسي ګټې پر اساس د ویزې چارو په اړه د خپلو قانوني اختیاراتو په استعمالولو د جوکووېچ ویزه منسوخوي.
په همدې حال کې په ډېسېمبر کې د خیبر پښتونخوا د روغتیا ادارې وویل چې د واکسینېدو لپاره یې د شناختي کارډ شرط ختم کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د صحت نړیوالې ادارې(ډبلیو اېچ او) په اروپا کې له غربي هېوادونو څخه تر شرقي هېوادونو پورې د کورونا زیات خپرېدونکي اومېکرون بڼې د خپرېدو خبرداری ورکړی دی.
د ځوان ډاکټرانو سازمان مشال رېډيو ته وويل چې د پولیسو لخوا په مظاهرچيانو لاټي چارج کې تر ۱۰ زيات ډاکټران ژوبل شوي او تر ۵۰ پورې ډاکټران بيا نيول شوي دي.
نور وښیئ