له تېرې څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د موبایل ټېلېفون، انټرنېټ او ټولنیزو شبکو له دودېدو سره د شخصیتونو د بدنامولو او د هغوی د تورنولو کار د پخوا پرتله اسان شوی دی.
د پاکستان د ايين له مخې وزيراعظم د دې هېواد انتظامي مشر وي او هغه د پوځ او ای اېس ای مشران ټاکي.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ یوشمېر مرورو غړيو له اعلا وزیر جام کمال خان څخه د استعفا غوښتنه کړې ده. د ياد ګوند ځېنو صوبايي وزيرانو د اکتوبر پر شپږمه د بلوچستان ګورنر ته خپلې استعفاګانې هم وړاندې کړې.
زلزله ځکه راځي چې د ځمکې تبخي پرله پسې خوځېږي او د حرکت له وجې یې انرژي پیدا کېږي چې دا د ځمکې دننه په ژورو کندو کې زېرمه کېږي او یو وخت داسې راشي چې نور په هغه کندو کې توانايي نه شي زېرمه کېدای نو پایله یې د زلزلې په شکل کې ظاهره شي.
د اکتوبر پر پینځمه له مشال راډيو سره په خبرو کې فخر دراني وويل، ښايي په پنډورا اسنادو کې د پاکستان د ۷۰۰ کسانو له ډلې داسې هغه هم وي چې د موجوده او یا پخوانيو پوځیانو خپلوان یا د کورنۍ غړي وي خو د دوی لپاره دا ممکنه نه وه چې پېژندګلو یې وکړای شي.
د پاکستان وزيراعظم عمران خان هم د يوه پلټنيزه کميشن اعلان کړی چې په پنډورا اسنادو کې يادو شوو پاکستانيانو خو په غیر قانوني توګه پیسې نه دي پټې کړې؟
د خيبر پښتونخوا د ابتدايي او ثانوي تعليم څانګه وايي، په صوبه کې يې د کارمندانو شمېر شاو خوا ۱۷۰،۰۰۰ دی چې پکې ۱۱۹،۰۰۰ استادان دي.
پاکستان د نړۍ د هغو ملکونو په ډله کې حسابېږی چې د اب و هوا بدلون د خلکو، په تېره د ښځو ژوند خورا اغېزمن کړی دی.
د تحقیقاتي خبریالانو نړیوال اتحاد د پینډورا پیپرز په نامه د نړۍ د ۹۱ هېوادونو او سیمو ۳۵ اوسنيو او پخوانيو مشرانو، ۳۳۰ سیاستوالو او ولسي استازیو پټ مالیاتي دستاویزونه خپاره کړي دي چې پکې د ۷۰۰ پاکستانیانو نومونه هم شامل دي. په اسنادو کې د پاکستان د ځینو ریټایرډ پوځي افسرانو، ځینو بینک کارانو،
په دې کې په هند کې د مهاتما ګاندهي د عدم تشدد تحریک، په امریکا کې د تورپوستو د حقونو او ولسي قراري لپاره د مارټن لوتهر کنګ مبارزه، په جنوبي افریقا کې د سپینو او تورو ترمنځ د تفریق ختمولو او روغي جوړې لپاره د نیلسن منډیلا لاریون او د پښتنو په سیمه د باچاخان د خدايي خدمتګارۍ تحریک مهم دي.
تشدد چې پر جبر وسله او د طاقت پر غلط استعمال ولاړ دی د دې برعکس عدم تشدد په عقل، منطق، دلیل او پوهه ولاړ دی.
په داسې حال کې چې نړیوالو ساینسپوهانو، د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) او حکومتونو کووېډ-۱۹ واکسین خوندي او د وبا کنټرول لپاره اړین بللي، په پاکستان، افغانستان او د نړۍ په یوشمېر هېوادونو کې لا هم د کووېډ-۱۹ واکسینو په اړه غلط فهمۍ یا ناسم پوهاوي شته.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته