په ۲۰۱۸ز کال کې عصر د خپلو ملګرو د ليدو لپاره اکسفورډ ته راغلی وو او زموږ ملاقات وشو. هغه په کرکټ بورډ کې دنده لري نو ځکه له ماسره د خبرو کولو لپاره ډېر څه وو. زما طنز او مزاح یې خوښه شوه او زموږ ښه ملګرتيا جوړه شوه.
د افغان طالبانو په مینځګړتوب د خبرو اترو په اړه ويل شوي چې د پاکستان د آیین او قانون په چوکاټ کې به دننه کېږي
''یو اړخ ته پاکستان له نړۍ غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني خو بل اړخ ته وخت په وخت له افغانستان سره لارې بندوي او افغان کډوال نه پرېږدي چې پاکستان ته راشي.''
له تحریک طالبان پاکستان سره د مذاکراتو په باب له پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي سره مرکه
د نومبر پر اتمه نېټه د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني رسنيو ته په يو خپور شوي بیان کې د نومبر له نهمې څخه د ډېسېمبر تر نهمې پورې يې د ډزبندۍ اعلان کړی دی.
دوی وايي، له دې کبله چې بهر ته د زڼغوځیو د صادرولو په مخکې ستونزې دي، نو بیې يې نیمايي ته راټیټې شوې دي. د تیرې اوونۍ په پیل کې د هوايي دهلیز له لارې ۴۵ ټنه زڼغوځي له کابله چین ته صادر شول، خو د زڼغوځيو سوداګر وايي، اوسمهال د هوايي دهلیز له لاې د زڼغوځيو د صادرولو بهیر ټکنۍ شوی دی.
ملي سرود او ملي بیرغ د یوه نظام له مهمو نښو او په نړیواله کچه د یوه هېواد د پېژندنې مهم فکټورونه دي.
موږ په دې اړه د اکتوبر پر ۲۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد ته ټېلېفونونه وکړل، ورته مو پر وټس ایپ پیغام واستاوه، خو ځواب یې رانکړ. موږ پر دې موضوع د خبرو لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته ټېلېفونونه وکړل خو هغه ځواب و نه وایه.
هغه د انګلیسي ادب د معتبرو شاعرانو شیکسپیر او جان کیټس د شاعرۍ ځینې برخې هم پښتو ته اړولې وې. نوموړی د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په ۱۴مه په لکي مروت دادمیدادخېلو کې زوکړی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۲۳مه د ایبټ اباد په یو روغتون کې وفات شو.
د پاکستان د تجارتي خونو د اتحاديې پخوانی مشر اينجينر دارو خان اڅکزی وايي چې په تيرو وختونو کې پاکستان افغانستان ته د شاوخوا درې اربه ډالرو صادرات يا برامدات کول خو له تيرو څو مياشتو راهيسې دا صادرات د اربونو پر ځای مليونونو ډالرو ته راټيټ شوي دي.
هغه د پښتو د لومړي فلم یوسف خان شېربانو په ګډون له ۷۳۰ نه په زیاتو فلمونو کې کار کړی دی. په دغو فلمونو کې د پښتو ترڅنګ د اردو او پنجابۍ ژبې فلمونه هم شامل دي. بدرمنیر د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۱مه وفات شوی و.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته