ملي سرود او ملي بیرغ د یوه نظام له مهمو نښو او په نړیواله کچه د یوه هېواد د پېژندنې مهم فکټورونه دي.
موږ په دې اړه د اکتوبر پر ۲۸مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند عاصم افتخار احمد ته ټېلېفونونه وکړل، ورته مو پر وټس ایپ پیغام واستاوه، خو ځواب یې رانکړ. موږ پر دې موضوع د خبرو لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ته ټېلېفونونه وکړل خو هغه ځواب و نه وایه.
هغه د انګلیسي ادب د معتبرو شاعرانو شیکسپیر او جان کیټس د شاعرۍ ځینې برخې هم پښتو ته اړولې وې. نوموړی د ۱۹۳۵ کال د جنورۍ په ۱۴مه په لکي مروت دادمیدادخېلو کې زوکړی و. هغه د ۲۰۲۱ کال د اکتوبر پر ۲۳مه د ایبټ اباد په یو روغتون کې وفات شو.
د پاکستان د تجارتي خونو د اتحاديې پخوانی مشر اينجينر دارو خان اڅکزی وايي چې په تيرو وختونو کې پاکستان افغانستان ته د شاوخوا درې اربه ډالرو صادرات يا برامدات کول خو له تيرو څو مياشتو راهيسې دا صادرات د اربونو پر ځای مليونونو ډالرو ته راټيټ شوي دي.
هغه د پښتو د لومړي فلم یوسف خان شېربانو په ګډون له ۷۳۰ نه په زیاتو فلمونو کې کار کړی دی. په دغو فلمونو کې د پښتو ترڅنګ د اردو او پنجابۍ ژبې فلمونه هم شامل دي. بدرمنیر د ۲۰۰۸ کال د اکتوبر په ۱۱مه وفات شوی و.
لومړۍ لوبه کې عمان له پاپوا نیوګېني سره او په دویمه لوبه کې بنګلا دېش له سکاټ لېنډ سره سیالي کوي. ټاکل شوې وه چې دا نړیواله اتلولي تېر کال په هند کې شوې وای خو د کورونا وایرس جهاني وبا له کبله وځنډول شوه.
له تېرې څه د پاسه یوې لسیزې راهیسې د موبایل ټېلېفون، انټرنېټ او ټولنیزو شبکو له دودېدو سره د شخصیتونو د بدنامولو او د هغوی د تورنولو کار د پخوا پرتله اسان شوی دی.
د پاکستان د ايين له مخې وزيراعظم د دې هېواد انتظامي مشر وي او هغه د پوځ او ای اېس ای مشران ټاکي.
په بلوچستان اسمبلۍ کې د واکمن ګوند بلوچستان عوامي پارټۍ یوشمېر مرورو غړيو له اعلا وزیر جام کمال خان څخه د استعفا غوښتنه کړې ده. د ياد ګوند ځېنو صوبايي وزيرانو د اکتوبر پر شپږمه د بلوچستان ګورنر ته خپلې استعفاګانې هم وړاندې کړې.
زلزله ځکه راځي چې د ځمکې تبخي پرله پسې خوځېږي او د حرکت له وجې یې انرژي پیدا کېږي چې دا د ځمکې دننه په ژورو کندو کې زېرمه کېږي او یو وخت داسې راشي چې نور په هغه کندو کې توانايي نه شي زېرمه کېدای نو پایله یې د زلزلې په شکل کې ظاهره شي.
د اکتوبر پر پینځمه له مشال راډيو سره په خبرو کې فخر دراني وويل، ښايي په پنډورا اسنادو کې د پاکستان د ۷۰۰ کسانو له ډلې داسې هغه هم وي چې د موجوده او یا پخوانيو پوځیانو خپلوان یا د کورنۍ غړي وي خو د دوی لپاره دا ممکنه نه وه چې پېژندګلو یې وکړای شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته