وزارت دا اعلان پر داسې مهال کړی چې د صوبې د روغتیا اداره د کووېډ-۱۹ ناروغانو د شمېر زیاتېدو اندېښمنه کړې.
امتياز عالم وايي په پي ډي اېم کې د راپورته شوي اختلاف اصل وجه همدغه ده خو اوس ښکاري داسې چې دا اختلاف به ختم شي او امکانات شته چې د وزيراعظم عمران خان پرځای شهباز شرېف اسټېبلشمنټ ته نږدې شي
د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپرېل پر ۱۴مه وويل چې له افغانستانه به يې پوځیان د روان کال د سپټمبر تر ۱۱مې ووځي. بلخوا افغان ولسمشر اشرف غني وایي، له افغانستانه د ټولو امریکایي ځواکونو د ایستلو په اړه د ولسمشر بایډن د پریکړې درناوی کوي.
دا لومړې ځل نه دې چې د تحريک لبیک پاکستان پلويان احتجاجونه کوي. تېر کال د نومبر پر ۱۵مه يادې ډلې د راولپېنډۍ او اسلام اباد ترمنځ په فیض اباد کې احتجاجي پېل کړی وو او له حکومته يې غوښتل چې د فرانس سره دې سفارتي تعلقات ختم او د هغه هېواد سفير دې له پاکستانه وباسي.
ډاکتران وايي، په ښاري سیمو کې خلک اکثر روغتونونو او کلېنېکونو ته ځي خو په کلیوالو سیمو کې د روغتیا او په ځانګړي ډول د مور و ماشوم صحت په اړه پوهاوی نسبتاً کم دی چې له کبله یې خلک په پاخه عمر کې د بېلا بېلو دایمي ناروغیو ښکار کېږي.
د اپرېل پر اوومه د روغتیا نړیوالې ورځې په مناسبت په "روغتيا او درملنه" خپرونه کې زموږ په سيمو کې د خپل صحت په اړه د خلکو پوهاوي په اړه اورئ.
په پاکستان کې خلکو ته د کورونا واکسينو لګولو کمپاین روان دی. په باجوړ کې تر اوسه څومره خلکو ته واکسین شوي دي او حکومت یې کومو وګړو ته لومړی لګوي؟ جوابونه یې په دې ضلعه کې د کورونا وایرس د پروګرام د کووارډینېټر، ډاکټر شفیق احمد له دې مرکې واورئ چې هارون باچا ورسره کړې.
د شاه زیب پلار خیال اکبر وايي، چې د ده د زوی د مرګ دې پوره پوره پلټنې وشي او زمه وارو ته دې سزا ورکړل شي.
همدا ډول غټې اسماني ډبرې ۶۶ میلیون کاله مخکې پر ځمکه لګېدلې وې چې په دې کره کې یې په سلو کې ۷۵ ژوندي موجودات لهمنځه یووړل.
د پولې دواړو خواوو ته پراته خلک وايي، اغزن تار یې اقتصاد او سوداګرۍ ته لوی زیان اړولی، باړ له خپلوانو بېل کړي، دودیزې او کلتوري رابطې یې پرې شوي، د یو شمېر کلیو خلکو ځمکې، کورونه او ځنګلونه یې د کرښې
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته