قانون پوه اېډوکېټ شبير حسین ګګياڼی وايي چې په قانون کې د بدلون لپاره دليل راوړل شوی وو چې په پاکستان کې د ولسي عدالتونو پر ځای به په پوځي عدالتونو کې د ترهګرۍ اړونده مقدمو ژر کېږي او بل امنيتي رازونه به راز پاتې کېږي.
د پوهنتون په وینا، کووېډ-۱۹ ناروغۍ د وبا له پیل راهیسې تر اوسه په نړۍ کې څه د پاسه پینځه مېلیونه کسان وژلي او لسګونه مېلیونه کسان په وایرس اخته شوي دي.
دا مهال د پاکستان نيږدې ۱۶ سیاسي ګوندونه په پارلیمان کې غړي لري او په تېرو څو لسیزو کې تر ۲۴ پورې سیاسي ګوندونو په انتخابي سیاست کې برخه اخيستې ده.
زه چې وکیل وم داسې هېڅ مې و نه لیدل چې ګواکې یو قاضي دې له چا پیسې غوښتې وي او یا چا دې قاضي ته پیسې ورکړې وي او ورڅخه دې یې د خپلې خوښې فیصله اخیستې وي. داسې هېڅ کار هغه وخت نه وو شوی.
ليکوال شاهد جاويد برکي: په افغانستان، قبايلي ضلعو، سوات او د پښتنو په نورو سیمو کې د جنګونو او تنازعو له امله په تېرو څلورو لسیزو کې له څلورو تر پینځو مليونو پورې پښتنو کراچۍ ته کډه کړې ده
پښتون ژغورنې غورځنګ په بیا بیا وايي چې په پاکستان کې له پښتنو سره د ریاستي او حکومتي ادارو لخوا توپیري چالند کېږي، د دې بیانيي لپاره دغه سازمان په کراچۍ، کوټه، قبايلي ضلعو او د خيبر پښتونخوا په نورو سیمو کې د پښتنو ماورايي عدالت د وژنو پېښې او په زوره د لادرکه شویو کسانو قضیې د ثبوت په توګه وړاندې
دا خبره د شفافیت نړیوال سازمان یا Transparency International په یوه وروستۍ نظر پوښتنه کې مخې ته راغلې ده. دا سروې یا نظر پوښتنه چې د ډیسمبر په ۷ مه خپره شوه ښايي چې په پاکستان کې ۹۲ اعشاریه ۹ فیصده فکر کوي چې له کال ۲۰۱۸ م راهیسې تر کال ۲۰۲۱ م د تحریک انصاف په واکمنۍ کې د شیانو بیعې تر بل
د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې د سیالکوټ پېښې په تړاو به نیولي کسان هرومرو مقدمه کېږي. بلخوا د پنجاب پولیسو د ډېسېمبر په پنځمه پر ټوېټر په بیان کې ویلي چې تر اوسه یې د سیالکوټ د پېښې په تړاو ټول ۱۲۴ مشکوک کسان نیولي
که څه هم د پښتونخوا په سوات، مردان او بنو کې هم د پښتو کتابونه چاپېږي خو په دغه حواله پېښور او کوټه مهم مرکزونه ګڼل کېږي.
د پښتون افغان په تاریخ کې په سیاسي، صحافتي، علمي او ژبنیز تاریخ کې ځان ته ډېر لوړ مقام لري، چا چې د خپل ۶۶ کلن عُمر نیمه برخه یاني ۳۲ کاله په نظربندیو او زندانونو کې تېر کړي دي.
د الیکشن کمېشن مرکزي ویاند هارون شینواري د دسمبر پر لومړۍ نېټه مشال رېډیو ته وویل چې په دې لړ کې درې بېلا بېلې کمېټۍ د راتلوونکو انتخاباتو لپاره د برقي مشینونو د استعمال هر اړخیز جاج اخلي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته