د ملګرو ملتونو د چاپېریال چارو اداره وايي، د حکومتونو او ټولنو ترڅنګ دا د خلکو هم دنده ده چې خپل ماحول پاک وساتي او د خوندیتوب هڅې یې وکړي. هغه اداره هر کال د جون پر پینځمه د ماحول نړیواله ورځ لمانځي چې موخه یې د خلکو پوه کول او اقدام ته اړ کول دي. رپورټ واورئ.
د ولسمشر عارف علوي دفتر د جون پر څلورمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي دا ګام د ملک د ایین ۷۵ (۱) مادې له مخې اخیستی دي او دا بلونه بیرته حکومت ته لېږلي دي.
په کاناډا کې مېشت افغان ليکوال او څېړونکی محمد معصوم هوتک وايي چې د احمد شاه بابا يوه تر ټولو لويه کارنامه ملت جوړونه ده.
د خیبر پښتونخوا د پولیو پروګرام د همغږۍ چارو مرستیال مشر زمین خان د مې پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د روغتیايي کارکوونکو له بې غورۍ خبر دی چې "ماشومانو ته یې څاڅکي نه دي ورکړي خو موږ ته یې رپورټ راکړی چې مهم (کیمپېن) سم شوی دی."
د خيبرپښتونخوا په حکومت کې د کلچر اېنډ ټورېزم اتارټي په نوم د کلتوري او سیلګرۍ چارو د نوې ادارې يو چارواکي همايون خان د مې پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل چې د اداره یې له اړمنو هنرمندانو سره د مرستو لپاره پيسې لري.
په اېتلافي حکومت کې شامل پیپلز ګوند او جمعیت علمای اسلام (ف) تر انتخاباتو مخکې په انتخاباتي قانون کې پر اصلاحاتو ټینګار کوي.
د هند لپاره د پاکستان پخوانی سفير عبدالباسط وايي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد د تعلقاتو بڼه بدله شوې ده.
د بلوچستان د مواصلاتو وزير سردار عبدالرحمان کېتراڼ د اپرېل پر ۲۸مه له مشال راډيو سره د مرکې پر مهال تور پورې کړ چې د پاکستان ګاونډیو هېوادونو بلوچستان په جنګي سيمه بدل کړی دی.
عطاالله خان زیاته کړه، د تاوتريخوالي پېښو د مخنيوي لپاره لازمه ده چې په ټوله ضلع کې د نشه يي موادو ضد د يوه موثره کمپاين ترڅنګ د ځوانانو لپاره د لوبو او روزګار مناسب انتظامات وشي.
په بحث کې د سختدریځۍ په موضوع خبرې وشوې او هغه لارې چارې بیان شوې چې ورسره د دا قسمه پېښو مخنیوی کېدای شي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته