د جون پر ۱۹مه وسله والو د شمالي وزیرستان په میرلي کې د سازمان څلور مخکښ غړي وویشتل. تر اوسه د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
د جون پر ۱۹مه په شمالي وزیرستان کې وسله والو د وزیرستان ځوانانو سازمان (یوت اف وزیرستان) څلور غړي وویشتل. د سیمې پولیس وايي، پلټنې یې پیل کړې دي او هڅه کوي چې په برید کې ککړ کسان ګرفتار کړي او د قانون منګولو ته یې وسپاري. خو دا لومړی ځل نه وو چې د هغه سازمان غړي په نښه شول. . .
په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ریاست مشر وايي، په زلزله کې د ولایت ۳۳ کلي "په بشپړ ډول" ړنګ شوي دي. حکمت الله عصمت د جون پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، تر اوسه په هغه ولایت کې ۱،۰۰۰ کسان وژل شوي او ۱،۵۰۰ ژوبل دي. دی وايي، د ژغورنې ډلو خپل کار ته دوام ورکړی او د مرګ ژوبلې زیاتېدو
په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو لړۍ له تېرو څو کلونو راهیسې په دوامداره توګه روانه ده. په ۲۰۲۲ز کال کې د دې رپورټ تر خپرېدو په مجموعي توګه ۲۵ هدفي بریدونه شوي دي.
تحریک طالبان پاکستان په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې په قبایلي سیمو او تر یوه وخته په ملاکنډ ډېوېژن کې پراخ نفوذ لاره، هلته یې وسله وال فعالیتونه کول او ګڼې لویې حملې یې وکړې.
د جون پر ۱۱مه د صوابۍ سیاسي، مذهبي او ولسي مشرانو په ضلع کې د امنیت ټینګښت او په نشو د ځوانانو روږدې کېدو مخنیوي لپاره یوه جرګه جوړه کړه. د جرګې مشران او ځايي فعالان وايي، په وروستیو کې په صوابۍ کې د امنیت وضعیت خورا خراب شوی او همداراز، پکې د نشه يي توکو خرڅلاو او استعمال زیات شوی دی.
په پاکستان کې شنونکي وايي، د سیاستوالانو دا ډول څرګندونې د قانون او انساني ارزښتونو ضد دي. دوی فکر کوي چې د دې لامل د هغه هېواد په سیاست کې د تشدد او سختدریځۍ عنصر ځای شوی دی. دوی وايي، په ځانګړي ډول د تحریک انصاف ګوند په مظاهرو کې د تشدد پېښې کېږي.
د ملګرو ملتونو د چاپېریال چارو اداره وايي، د حکومتونو او ټولنو ترڅنګ دا د خلکو هم دنده ده چې خپل ماحول پاک وساتي او د خوندیتوب هڅې یې وکړي. هغه اداره هر کال د جون پر پینځمه د ماحول نړیواله ورځ لمانځي چې موخه یې د خلکو پوه کول او اقدام ته اړ کول دي. رپورټ واورئ.
د ولسمشر عارف علوي دفتر د جون پر څلورمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې نوموړي دا ګام د ملک د ایین ۷۵ (۱) مادې له مخې اخیستی دي او دا بلونه بیرته حکومت ته لېږلي دي.
په کاناډا کې مېشت افغان ليکوال او څېړونکی محمد معصوم هوتک وايي چې د احمد شاه بابا يوه تر ټولو لويه کارنامه ملت جوړونه ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته