د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه وايي، له نړیوالو مالي ادارو او ملګرو هېوادونو څخه د ډالرو نه لېږد له کبله د پاکستان د بهرنیو اسعارو زېرمې د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر په وروستیو کې څه د پاسه څلور اربه ډالرو ته ورکمې شوې دي چې یوازې د شاوخوا درو اوونیو درامداتو لپاره کافي دي.
لنډمهالی حکومت د اسمبلۍ د غیر موجودګۍ له کبله قوانین او داراز پالیسۍ نه شي جوړولای او محدود واک لري چې د شنونکو په خبره، دا هر څه به د امنیت په برخه کې چیلېنجونه لا زیات کړي.
په پاکستان کې د غلې زېرمه کولو سرکاري اداره (پاسکو) وايي چې په هېواد کې غنم کم نه دي او تر جون پورې د اړتیاوو پوره کولو غنم لري. دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې په خیبر پښتونخوا کې خلکو د اوړو د کمښت او زیاتو بیو ضد احتجاجونه کړي دي.
د بنو او واڼه پېښې پر داسې مهال شوې دي چې ناقانونه تحریک طالبان پاکستان د نومبر پر ۲۸مه په یوه بیان کې دعوه وکړه چې "پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره" کړې نو ځکه خپلو وسلوالو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.
د بلوچستان اعلاوزیر د سیاستوالانو او شنونکو دعوې ناسمې بولي. نوموړي د ډېسېمبر پر ۱۳مه په کوټه کې خبریالانو ته وویل چې دا تور ناسم دی چې ګواکې د رېکوډک پروژې ډېر ټیکسونه به د صوبايي حکومت پر ځای وفاقي خزانې ته ځي.
د ځونیخېلو د تاڼې یوه چارواکي د ډېسېمبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د اېف سي سرتېری رحمان زمان په چوټیو (رخصتیو) کور ته تللی وو. ده د موضوع حساسیت له وجې له نوم ښوولو ډډه وکړه او زیاته یې کړه چې وسلوالو د زمان سر د ځونيخېلو په بچکي سیمه کې له یوې ونې وځړاوه.
محمود خان اڅکزي په ياده جلسه کې د پښتنو پر خاوره اوږدو جنګونو او ناامنيو ته په اشارې ویلي ول چې پښتانه د نورو جنګونو توان نه لري او نوموړی به پښتانه له "بدۍ" خلاصوي. په همدې تناظر کې نوموړي په خپلو خبرو کې زياته کړې وه چې که چا "په خښم (غصه) کړ" نو ځان ته به "د طالبانو وزيرخارجه " هم ووايي.
طالبانو د بريدونو پيلولو لامل د هغوی خلاف په خيبر پښتونخوا کې د پاکستان پوځي عملیات ښوولي. تر دې وړاندې د تېر کال (۲۰۲۱ز) په اکتوبر مياشت کې د حکومت او طالبانو تر مينځ مذاکرات پیل شول چې د سولې د پروسې لپاره یوه ۵۳ کسیزه حکومتي جرګه جوړه شوه.
۶۹ کلن اسماعیل د نومیالۍ مدني فعالې ګلالۍ اسماعیل پلار دی چې ورباندې د احتجاجونو او جلسو پر مهال د ریاست ضد ویناګانو، د خلکو پارولو اوترهګرۍ په تور مقدمه دایره شوې وه خو هغه له پاکستانه ووته او اوسمهال په امریکا کې اوسي.
د نومبر ۲۰مه د ماشومانو له نړیوالې ورځې سره سمون خوري. ملګري ملتونه وايي، د دې ورځې لمانځلو موخه د نړۍ د ماشومانو ترمینځ یووالی او د ماشومانو خیرښېګړې ته وده ورکول دي. د پاکستان په پښتون مېشته سیمو کې بېوزلۍ زرګونه ماشومان سخت یا شاقه کار ته اړ کړي دي.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته