د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې



له مهمندو بې کوره شويو خلکو ته په داسې حال کې ، د حکومت له خوا ورته خپلو کورونو ته د ستنیدو امر شوی دی چې اوس هم په سیمه کی د امنیت وضع خرابه ده او د روغتیا او د ماشومانو لپاره د اده کړو اسانتیاوې د نیشت برابر دي.

د کرښې پرغاړه ننني پروګرام کې د کډوالو په بیا ستنېدو او دوی ته په ورپیښو ستونزو بحث کوو. د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې ويانده دنيا اسلم خان، په پاکستان کی د آفتونود انتظام مرکزي ادارې مشر ارشد خان او په مهمندو کی د مشال ریډیو خبریال شاه نواز ترکزی په دې بحث کی برخه اخلی . کوربه شاهین بونیری دی.
افغانستان او پاکستان د ښځو لپاره په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيوادونه دي

په لندن کي د تومپسن رایټرز فاونډېشن په نامه يوې نړيوالي ادارې له راپور سره سم افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کي تر ټولو خطرناکه هيواد دی.

د راپور په وينا په دغه هيواد کي د طبي آسانتياوو نيشتوالی، پر ښځو تشدد او امتيازي سلوک هغه مهمي خبري دي چي د ښځو ژوند يې تريخ کړی دی. له راپور سره سم په دغه هيواد کي په هرو يوولس ښځو کي يوه ښځه د زېږون پر مهال مري.

د ښځو لپاره دريم خطرناکه هيواد پاکستان دی چي د غيرت په نامه هر کال يو زر ښځي پکي وژل کيږي. په دې هيواد کي د ښځو پر مخونو تېزاب پاشل او په وړوکوالي ودونه هم عام دي.

د مشال تر رڼا لاندې بحث همدې موضوع ته ځانګړی دی ،چې پکې د پېښور های کورټ وکیله عایشه ملک په پېښورکې د عورت فاونډېشن کارکونکې شکیله خان او د قبایلي ښځو لباره د حقونو ادارې کارکونکې ناهید اپرېدۍ برخوال دي.

ددې بحث کوربه مجید بابر دی

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG