د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

په پاکستان کې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کونکې يوه غير دولتي اداره عورت فاونډيشن وايې، په هيواد کې په کال دوه زره لس کې پر ښځو د تشدد اته زره پيښی رامينځ ته شوي دي.

رپورټ وايې زياتره پيښی په پنجاب صوبه کې شوي دي. د ادارې په وينا په خيبر پښتونخوا کې د ښځو پر ضد زور زياتي شپږ نيم سوه او په بلوچستان کې نهه اويا پيښی رامينځ ته شوی دي.

د عورت فاونډيشن رپورټ ته په پام سره مشال ريډيو په قبائلي سيمو کې د ترهګری پر ضد تر جګړي مخکې اووروسته د ښځو حالت د بحث موضوع ګرځولی دی.

په مومند ایجنسي کې د نجونو ديوه شخصي سکول مشره شيرين ګله، په پیښور کې د قباېلي سيمو د ښځو د خير ښېګړي د یوې غير دولتي اداري ټرائبل وومن ويلفيئر ايسوسي ايشن مشره بيګم جانه او د قبائلي سيمو د چارو کارپوه فرحت تاج، چې په دي وروستيو کې یي د ځينو قبائلي سيمو سفر ترسره کړی وو او د هغه ځای د ښځو له ستونزو يې ځان خبر کړی وو، د دې بحث میلمنې دي.
عبدالحی کاکړ د بحث کوربه دی.
په کورمه ايجنسۍ کي د وسله والو طالبانو پر ضد د پاکستاني پوځ له روان اپريشن څخه د دغه سيمي په زرګونو خلکو له خپلو کورونو څخه کډي کړې دي
یو عیني شاهد وايي د توپو په ډزو کې د یوې کورنۍ دوې ښځې ټپي شوېدي خو د نورو مرګ ژوبله په اړه رپوټونه نه دی راغلي

د پاکستان د اطلاعاتو پوځي څانګي ویاند بريګېډیېر عظمت علي مشال ريډيو ته ويلي وو د دې عملياتو موخه په کرمه ايجنسۍ کي د وسله والو طالبانو پټنځايونه له مينځه وړل دي.

کورمه ايجنسۍ د افغانستان پولي ته نږدي سيمه ده چي د پاکستا ن چارواکو له مخي ځايي او بهرنۍ وسلوالې ډلې په کي شتون لري.

د کرښې پر غاړه پروګرام همدې موضوع ته ځانګړی شوی چې میلمانه یې د کورمې د قامي اسمبلۍ غړی ساجد توري او خبریال اقبال خټک دی او کوربه یې شاهین بونېری دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG