د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مشال تر رڼا لاندې

د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا
د امریکا ددفاع وزیر لیون پنیټا


د امريکا د دفاع وزير ليون پنيټا ويلي چي د نړیوالي ترهګري، د ايټمي وسلو خورولو د مخنیوي او په افغانستان کی د رول لوبولو په ترڅ کي د پاکستان متبادل نه ويني.


په واشنګټن کي په نيشنل ډيفنس يونيورسټي کي د کانګرس غړو، پاليسي جوړونکو او زدکوونکو ته د وينا پر وخت ليون پنيټا وويل چي د پاکستان او امريکا اړيکي ډيري پيچلي دي.


نوموړي زياته کړه چي امريکا د پاکستان له حقاني شبکې او لشکر طيبه سره اړيکي، امريکايي کارکوونکو ته د ويزو نه ورکولو او د ايټمي وسلو د خورلو په اړه انديښمنه ده.


خو دده په وینا ددې هرڅه سربيره هم امريکا له پاکستان سره د اړيکو ساتلو پرته بله لاره نه لري.


د امريکا د دفاع وزير دا خبري په داسي حال کي کړي چي د دواړو هيوادونو اړيکي د خرابيدو هغه پړاو ته رسیدلي چي په اړه يي ځینو کارپوهانو دا فکر کولی چي نوري به روغي نه شي.

خو اوس چی امريکا په رسمي توګه ويلي چي له پاکستان سره د اړیکو ساتلو پرته بله لار نشته نو دا پوښتنه راپورته کيږي چي که دواړه هيوادونه په يو بل دومري تکيه لري نو بيا څنګه کولی شي د يو بل انديښنی له مينځه يوشي.


هم دا او ورسره تړلي نوري پوښتني د مشال تر رڼا لاندي بحث کي کوربه عبدالحی کاکړ د سيمي له کارپوهانو بريګيډيئر سعد محمد خان او بريګيډيئر اسد منير سره بحث کړي دي.
Pakistan -- Quetta Pashtoonkhwa Map protest against loadshading and Baluchistan budget, 22Jun2011
Pakistan -- Quetta Pashtoonkhwa Map protest against loadshading and Baluchistan budget, 22Jun2011
د پښتنو یو ملت پاله ګوند عوامي نیشنل پارټې غوښتنه کړې چې د بلوچستان د پښتنو لپاره دې د جنوبي پښتونخوا په نوم یوه نوې صوبه جوړه کړل شي.

دا مهال په پاکستان کې د نوو صوبو د جوړیدو بحثونه تاوده شوي ديٍ او په دې لړ کې داسې غوښتی هم شته چی د پاکستان لویه صوبه پنجاب دې هم په دوو برخو وویشل شي .

د مشال تر رڼا لاندې بحث هم خو په دې هیواد کې د جنوبي پښتونخوا په ګډون د نویو صوبو جوړولو ته ځانګړی شوی دی چې له کوټې څخه پکې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ یو مرکزي مشر او پخوانی سېنېټر رضا محمد رضا ،له اسلام آباده د عوامي نېشنل پارټۍ مرکزي مرستال سرکریټري هاشم بابر او له کوټې د بلوچستان نیشنل پارټۍ د اطلاعاتو سکریټري آغا حسن بلوچ برخه لري.

کوربه یې عبدالحی کاکړ دی.

نور وښیئ

XS
SM
MD
LG