تېره اوونۍ د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او ټانک ضلعو کې پر پوځ او پولیسو وسلوالو بریدونو ځايي خلک اندېښمن کړي دي. هغوی وېره لري چې که د ناامنۍ پېښې همداسې روانې وي نو ښايي پوځ يې په سيمو کې یو ځل بیا عمليات پیل کړي. دا چې د وسلوالو پرضد پوځي عمليات څومره امکان لري او د ولس پر ژوند به يې اغېز څه وي، دا موضوع مو دا اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" بحث کې څېړلې ده.
د مشال تر رڼا لاندې
وبښئ، دلته ۲۱ دسمبر هېڅ و نه موندل شول. تر دې پخواني مطالب وګورئ.
چار شنبه ۲۰ دسمبر ۲۰۲۳
د دې اوونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې د پاکستان په سیاست کې د عمران خان په ګډون د داسې نورو سیاستوالو د ګوند له مشرۍ څخه د لېري کولو د تګلارې پر ګټو او تاوانونو بحث شوی دی.