د قانون او انصاف لپاره د قومي اسمبلۍ په قایمه کمېټه کې د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند يوه غړي محسن نواز رانجا د نومبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، د تحريک انصاف حکومت تر دې مخکې هم پر يوشمېر مهمو موضوعاتو د قانون جوړولو په چاره کې ناکامه شوی دی.
پاکستان جمهوري تحریک وايي پر وزیراعظم عمران خان غږ کړی چې زر تر زره دې استعغا وکړي چې په ملک کې له سره شفاف انتخابات وشي.
د پاکستان پرايوېټ سکولونو يا شخصي ښوونځيوو اتحادیه وايي د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره د حکومتي اقداماتو له کبله ۳۵ زره ښوونځي بند شوي دي.
په پاکستان کې د کورونا وايرس له وجې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۹ نور کسان مړه شوي چې ورسره د مړو شمېر ۷۶۶۲ ته ورسېده.
د پاکستان جمهوري تحریک له خوا په پېښور کې د عمران خان په مشرۍ حکومت پرضد جسله پای ته ورسېده
د انټرنیټ او ټیکنالوجۍ کمپنیو د نومبر پر ۲۰مه خبرداری ورکړی دی چې په پاکستان کې به خپل فعالیتونه ودروي.
د پيښور ښار انتظامیې په بيان کې د خيبر پښتونخوا حکومت د نومبر دوهمې بيان حواله هم ورکړې چې د کورونا وايرس مخنيوي لپاره دې له ولسي غونډو ډډه وکړل شي.
د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ویبپاڼې ترمخه تر نومبر ۲۰مې پورې د کورونا وايرس مثبتو کېسونو شمېره تر ۳ لاکه اته شپتو زرو اوړېدلې ده.
د تحریک لبیک پاکستان یوه ویاند حمزه ویلي چې ۵۴ کلن رضوي پرون د تبې او د سا بندۍ تر تکلیف وروسته روغتون ته ورسول شو.
د ترهګرۍ ضد عدالت د نومبر پر ۱۹مه په خپله فیصله کې پر سعید د ۱۱۰،۰۰۰ روپیو جرمانه هم لګولې.
د انګلینډ کرکټ بورډ د نومبر پر ۱۸مه وویل، دا به په ۱۶ کلونو کې لومړی ځل وي چې لوبډله یې پاکستان ته ځي.
نور وښیئ