د نړيوال سازمان کميشن ان ساينس اېنډ ټېکنالوجي فار سسټېن اېبل ډيولپمينټ ان سوته (کومسېټس) له خوا جوړ شوي دې سيمينار ته روغتيا پوهانو وويل چې د پاکستان په هر ۱۰ ښځو کې يوې ته په خپل ژوند کې د سينې سرطان کېدای شي.
په تحریک کې شریک ګوندونه تور پورې کړی چې پولیسو یې وار له مخه یو شمېر مشران او شاوخوا ۲۰۰ فعالان نیولي دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د نومبر پر ۲۷مه په خپل ټوېټر لیکلي چې له خپل پاکستاني سیال شاه محمود قریشي سره یې د سولې د راتلونکي پړاو، امنیت، د کډوالو په بېرته ستنېدو او اقتصادي همکاریو خبرې کړي دي.
سږکال د مومندو، خیبر، باجوړ او بلوچستان د ځینو برخو پر للمینو ځمکو پر وخت باران نه کېدو کروندګر اندېښمن کړي دي.
د ابتدايي او ثانوي تعلیم صوبايي وزیر شاهرام خان ترکي په چارشنبه په پېښور کې يوې خبرې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې دا ګام يې د پاکستان د تعليم مرکزي وزارت له هغه پرېکړې وروسته پورته کړی چې وايي، د کورونا وايرس د مخنيوي لپاره به په ټول هېواد کې د نومبر له ۲۶مې تعليمي ادارې تړل کېږي.
د سوات یوه اوسېدونکې صایمه ناز وایي په ۱۳ کلنۍ کې یې واده وشو او له هغې وروسته د خاوند او د سخرګنۍ د وهلو او په کور دننه پر دې د تشدد وروسته یې خپل کور پرېښود او د پلار کره کېښناسته. د نومبر پر ۲۴م
پاکستانيو رسنيو د لاهور د سينټ انتوني کالج غونډې ته د اشرفي وينا راخيستي چې ويلي يې دي، د اسلام دين د يو چا په زوره مذهب بدلولو ته د اړ کولو اجازه نه ورکوي او دا چې حکومت به پوره کوښښ کوي چې په دې لړ کې د هېواد د غير مسلمه وګړو اندېښنې ليرې کړي.
د قانون او انصاف لپاره د قومي اسمبلۍ په قایمه کمېټه کې د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند يوه غړي محسن نواز رانجا د نومبر پر ۲۲مه مشال راډيو ته وويل، د تحريک انصاف حکومت تر دې مخکې هم پر يوشمېر مهمو موضوعاتو د قانون جوړولو په چاره کې ناکامه شوی دی.
پاکستان جمهوري تحریک وايي پر وزیراعظم عمران خان غږ کړی چې زر تر زره دې استعغا وکړي چې په ملک کې له سره شفاف انتخابات وشي.
نور وښیئ