د پاکستان د انتخاباتو کمیشن په ملک کې پر خالي شویو پارلماني او صوبايي چوکیو د بیا ټاکنو امر کړی دی.
په پاکستان کې کووېډ-۱۹ ناروغۍ په تېر شواروز کې ۸۶ کسان مړه کړي چې ورسره په هغه هېواد کې د یادې ناروغۍ له وجې د مړو ټول شمېر ۹،۲۵۰ تنو ته ورسېده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د جنوبي وزیرستان د ولس استازی علي وزیر د ۱۲ ورځو لپاره په جسماني ریمانډ پولیسو ته حواله کړل شو.
د ډېسېمبر د ۱۸مې احتجاجونو اعلان د زیارت (پنجشنبې) پر ماښام د غورځنګ مشر منظور پښتین پر فېسبوک په وینا کې کړی وو.
د وزیر اعظم عمران خان له دفتره دا بیان له هغه وروسته راغلی چې نوموړي د ډسمبر پر ۱۸مه نېټه په اسلام ایاد کې له طالب استازیو سره ولیدل.
په اسلام اباد کې چارواکي وايي، په دغه لیدنه کې د افغانستان سولې بهیر په باب خبرې کېږي.
په پاکستان کې د کورونا وایرس وبا په اړه د حکومتي ووبپاڼې له شمېرو سره سم، په هغه هېواد کې په تېر یوه شواروز کې نور څه د پاسه ۲،۵۴۵ کسان کورونا وایرس وهلي چې ورسره د کورونا ناروغانو ټول شمېر له ۴۴۸،۵۲۲ اوښتی خو ۳۹۶،۵۹۱ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.
د پاکستان د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د طالبانو ورغلي پلاوي ته یې ويلي چې په افغانستان کې دې تشدد کم شي.
د کراچۍ ښار د ختيزې ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) ساجد سدوزي له رسنیو سره په خبرو کې ویل، چې پېښه د کراچۍ پوهنتون د شیخ زید ګېټ سره نزدې رامنځ ته شوې ده چې پکې دوو تنو موټر سايکل سورو پر رېنجرز ځواک د لاسي بم برید وکړ.
د یادې غورځنک مخکښ مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان جمهوري تحریک په کارکنانو غږ وکړو چې د حکومت پرضد د اسلام اباد د لانګ مارچ لپاره دې په (پي ډي اېم) کې د شامل ګوندونو غړي خپل تیارې جاري وساتي.
زلمي خلیلزاد پر دوشنبه (ډېسېمبر ۱۴) ناوخته پر خپل ټوېټر کښلي: "له بده مرغه جګړه روانه ده. د یوه سیاسي جوړجاړي، د تاوتریخوالي کمولو او فوري اوربند ته اړتیا پر ځای پاتې ده."
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي د دیسمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د دې لپاره د ټولو خواوو د خوښې يوې لوظنامې پر تيارولو بوخت دي.
نور وښیئ