د پاکستان د بهرنيوو چارو وزیر شاه محمود قریشي د ډېسېمبر پر ۱۶مه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې د طالبانو ورغلي پلاوي ته یې ويلي چې په افغانستان کې دې تشدد کم شي.
د کراچۍ ښار د ختيزې ضلعې د پوليس مشر (اېس اېس پي) ساجد سدوزي له رسنیو سره په خبرو کې ویل، چې پېښه د کراچۍ پوهنتون د شیخ زید ګېټ سره نزدې رامنځ ته شوې ده چې پکې دوو تنو موټر سايکل سورو پر رېنجرز ځواک د لاسي بم برید وکړ.
د یادې غورځنک مخکښ مشر مولانا فضل الرحمان د پاکستان جمهوري تحریک په کارکنانو غږ وکړو چې د حکومت پرضد د اسلام اباد د لانګ مارچ لپاره دې په (پي ډي اېم) کې د شامل ګوندونو غړي خپل تیارې جاري وساتي.
زلمي خلیلزاد پر دوشنبه (ډېسېمبر ۱۴) ناوخته پر خپل ټوېټر کښلي: "له بده مرغه جګړه روانه ده. د یوه سیاسي جوړجاړي، د تاوتریخوالي کمولو او فوري اوربند ته اړتیا پر ځای پاتې ده."
د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وياند فواد احمدي د دیسمبر په ۱۴مه مشال راډيو ته وويل چې د دې لپاره د ټولو خواوو د خوښې يوې لوظنامې پر تيارولو بوخت دي.
پاکستان جمهوري تحریک (پي ډي ایم) د پنجاب په مرکز لاهور کې، د دیسمبر پر ۱۳مه، د حکومت ضد شپږمه جلسه وکړه او مشرانو یې وويل چې د عمران خان حکومت په ختمېدو دی. جلسې ته ورغلو مشرانو په خپلو ويناوو کې زیاته کړه چې اسلام اباد ته به په لانګ مارچ ورځي.
پاکستان جمهوري تحریک نن د پنجاب په مرکز لاهور کې د حکومت پر ضد شپږمه پراخه ولسي غونډه کوي وايي د کوم لپاره چې د تحریک زیاتره مشران او استازي لاهور ته رسېدلي دي.
په پاکستان کې د کورونا وايرس د فعالو کېسونو شمېر له شپږ څلوښتو زرو زيات دي.
برتانیا د سيند د پولیسو پر پخواني افسر راو انوار له بشري حقونو د سرغړونې په تور کې بندیز لګولی دی.
د پاکستان حکومت له افغانستان سره پر ټولو لارو د تګ راتګ پر وخت د کورونا ناروغۍ منفي ټیسټ لازمي ګرځولی دی.
د سرکاري راډیو د یو خبر له مخې وزیراعظم دا بدلونونه نن د جمعې په ورځ اعلان کړې دي.
دوی وايي د وزیراعظم عمران خان حکومت ختمولو لپاره به له اسمبليانو څخه له استعفاوو هم کار واخلي.
نور وښیئ