د سرکاري ملازمینو اتحادیو همداراز ګواښکړی چې د جون په ۱۷مه او ۱۸مه له دفترونو بايکاټ يا کاربندیز او په ټول ملک کې په يو وخت احتجاج کوي.
د پلان وزیر اسد عمر وايي، که د روغتیا کارپوهانو سپارښتنو ته پام ونه شي، د جولای تر پایه به په پاکستان کې یو میلیون او دوه لکه وګړي په کورونا اخته شي.
د پاکستان حکومت د ۷.۱۳ ټريلينه روپيوو بجټ اعلان کړی دی. د جون په دولسمه پارليمان ته وړاندې شوي د ۲۰۲۰ – ۲۰۲۱ کلني بجټ کې د دفاعي لګښت او امنيت لپاره يو اعشاريه درې ټريلينه روپۍ بېلې شوې دي.
د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د پاکستان پپلز ګوند مخکښ سید يوسف رضا ګېلاني په کورونا وايرس اخته شوی دی.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ډاګه کړې ده چې د کورونا وایرس د مخنیوي هڅو په لړ کې به په هېواد کې بيا ټولبند یا لاکډاون ونکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ محسن داوړ وايي ، نه په اسمبلۍ کې پوره وینا ته پرېښودل کېږي او نه یې هم د پارلمان د نورو غړو په څېر وینا پر میډیا ښودل کېږي.
د پاکستان حکومت د مالي کال ۲۰۲۰-۲۱ لپاره تر ۷۱۰۰ اربه روپۍ زيات بجټ وړاندې کړ چې پکې يې په دفاعي بجټ کې اضافه او سرکاري ملازمينو په تنخواګانو کې هيڅ اضافه نده کړې.
پاکستان کې د جون تر ۱۳مې د کورونا وړجنو شمېره یو لک ۳۲ زرو ته رسېدلې ده.
اظهر چې د بجټ د قانوني مسودې متن لوست نو د اپوزیشن مسلم لیګ (ن) او پیپلز ګوند استازو د حکومت ضد نعرې وهلې او په قامي اسمبلۍ کې یې احتجاج وکړ.
وقار سېټ ځکه و نه ټاکل شو چې چې د هغه له ځینو پرېکړو د پاکستان ریاستي ادارې نه وې خوشاله. لطیف اپرېدی
د پاکستان وزیراعظم د مالي چارو سلاکار عبدالحفیظ شیخ د راتلونکي مالي کال بجټ ته د کورونا بودیجې نوم ورکړ او زیاته یې کړه ولس ته د اوښتي اقتصادي تاوان پوره کولو هڅه کوي
تر دې دمه په ګرده نړۍ کې شاوخوا ۷۵ لکه کسان په دې وايرس اخته شوي چې تر درې لکه ۴۲ زره زيات ورڅخه مړه شوي او څه باندې ۳۵ لکه ترې پاخه شوي دي.
نور وښیئ