وزير اعظم عمران خان وايي، اپوزيشن ګوندونه غواړي چې په حکومت فشار په اچولو سره دوی له څوکۍ لرې کړي خو ورته معلومه نه ده چې که د ګوند بل هر څوک يې وزير اعظم شو او چې چا هم درغلي کړي وي نو حساب به ترې اخلي.
د ملګرو ملتونو بشري حقونو دفتر وايي د انساني حقونو په اړه څيړنې کوونکي، په زور غېب کړل شوي ادريس خټک د راخوشي کولو لپاره د پاکستاني چارواکو سره په رابطه کې دي.
ابوزیشن ګوندونو پيپلز پارټۍ او مسلم لېګ (ن) د تحريک انصاف حکومت د ختمېدلو غږ کړی دی. د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري له وزیراعظم عمران خانه غوښتې چې يا دې استعفا ورکړي او يا دې د ناکامې حکومتولۍ له کبله بخښنه وغواړي.
د پاکستان د کرکټ لوبډله د کوربه انګلېنډ په وړاندې د درو ټسټ او درو شل اوریزو لوبو لپاره د جون پر ۲۸مه په یو ځانګړې الوتکه کې د انګلېنډ مانچسټر ته رسېدلې ده.
کراچۍ د پاکستان تر ټولو ستر صنعتي ښار دی او د وګړو له پلوه د دې ملک تر ټولو لوی ښار هم دی
د پاکستان کرکټ لوبډله نن (د جون په ۲۸مه) انګلېنډ ته د سياليوو کولو لپاره روانه شوه. د پاکستان کرکت بورډ ترمخه ۲۰ لوبغاړي یې په ځانګړې الوتکه کې انګلېنډ ته لېږلې دي.
په پاکستان کې پر کورونا وايرس د اخته کسانو شمير له دوه لکو اوښتی. د رسمي شمېرو ترمخه په تېرو ۲۴ ساعتونه کې په ټول ملک د کورونا وایرس له ۴۰۰۰ څخه زیات مریضان ثبت شوي دي.
د پاکستان سپريم کورټ د يوې مقدمې پر مهال ويلي چې هغه هيواد کې د دوایانو کمپنۍ خپل سری کوي او په خپله مرضۍ نرخونه ټاکي.
د پاکستان د مذهبي چارو وزارت اعلان کړی دی چې هغو خلکو ته به خپلې پیسې بیرته ورکوي چې د حج لپاره یې جمع کړې وې.
پاکستان حکومت د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کې د ليټر پر سر د ۲۵ روپیو او ۵۸ پېسو لوړې کړې دي.
په پاکستان کې د پوليو د مخنيوي پروګرام د شمېرو له مخې په ۲۰۱۹م کال کې په دې هېواد کې ۱۴۷ ماشومان ګوزڼ ووهل خو د ۲۰۲۰م کال د جون تر ۲۶مې نېټې تر اوسه ۵۴ ماشومان په دې وايرس اخته شوي.
د پاکستان هوایي چلند وفاقي وزیر غلام سرور خان وايي، د پي اې ای هوايي شرکت په ګډون د دغه هېواد یو شمېر شخصي هوايي کمپنیو شاوخوا ۸۶۰ پایلټانو کې یاخو ډګریانې جعلي دي او یا یې جعلي لایسنسونه ترلاسه کړي دي.
نور وښیئ