امریکايي ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر روسیې ټینګار کړی دی چې پر ۳۰ ورځني اوربند سلا شي او خبرداری کړی دی چې که دا وړانديز رد کړي نو واشنګټن به ورباندې لا زیات بندیزونه ولګوي. تفصیل د مشال راډيو د خبرونو مرکزي څانګې په راپور کې.
اوکرایني ځواکونه له یوې مودې راهیسې د روسیې پر ضد په جګړه کې د نري تار لرونکې ډرون الوتکې کاروي. د فایبر اپټېک په نوم نري مزي د برېښنايي معلوماتو د انتقال یوه وسیله ده چې روسیه یې وار له مخه په جګړه کې کاروي. عموماً ډرون الوتکې د ګرځنده یا موبایل ټېلېفون په څېر له شبکې سره وصل
په داسې حال کې چې په سوریه کې میشتو ارمینیانو هیله کوله چې د ولسمشر بشارالاسد د واکمنۍ له ختمیدو سره به د اقلیتونو ژوند ښه شي خو وروستي تشدد دا عیسوي اقلیت د خپل ژوند په اړه له ویرې او بې باورۍ سره مخامخ کړی دی.
افغان ښځې د طالبانو په زندان کې د قید کیسې کوي
د ۲۰۲۴ م کال په ډېسېمبر کې په شام کې د سوریې یاغیان، چې د امریکا لخوا ترهګره ګرځول شوې ډله هیت تحریر الشام یې رهبري کوله، دمشق ته ننوتل، واک یې واخيست او اسد او د هغه کورنۍ یې مسکو ته په تېښته مجبوره کړه.
افغان ښځينه فعالانو تر دې اقدام وروسته د طالبانو پر حکومت سختې نیوکې کړې او د ويټني رايټ په نوم يې يوې بهرنۍ اداکارې ته افغانستان ته د سفر اجازه ورکول د هغوی "بنسټیز منافقت" بللی دی.
ټرمپ دا خبره د مارچ پر څلورمه د کانګرس ګډې غونډې ته په وينا کې وکړه او زياته يې کړه چې زېلېنسکي ورته یو لیک استولی، چې پکې د سولې د خبرو اترو لپاره د چمتووالي څرګندونه شوې ده.
د اوکراین د جګړې ختمولو په اړه د بې نتیجې سفارتي هلو ځلو تر یوه اونۍ وروسته د امریکا او نورو لوېديزو هېوادونو تر مینځ اختلافات پراخ شوي دي او په راتلونکي کې د اوکراین لپاره د امریکا د مرستو په اړه نوې پوښتنې راولاړې شوې دي.
واشنګټن ته د اوکراین د ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سفر د فبرورۍ پر ۲۸مه له هغه وروسته نیمګړی پاتې شو چې له ولسمشر ډونالډټرمپ سره یې په سپینې ماڼۍ کې لفظي شخړه وشوه.
د اوکراين د خارکېف اوسېدونکو د فبرورۍ پر ۲۴ مه پر دغه هېواد د روسیې د يرغل د درې کالونو پوره کېدو په موقع يوه دستوره جوړه کړې وه. په دستوره کې هغو پوځيانو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې شوې چې په جګړه کې وژل شوي دي. اسرار عالم مومند د مشال رېډيو د خبر مرکزي څانګې ویډیو پښتو کړې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته