ملګري ملتونه وايې، په اروپا کې د پناه اخستو لپاره له اسلامي هېوادونو شاوخوا يو لاک يو څلوېښت زره کسان په ناقانونو لاروهنګري ته رسېدلي دي. د ملګرو ملتونو کډوالو سازمان يو اين ايچ سي آر وايې، له دې پرته هره ورځ دوه زره نور کسان هنګري ته په دوامداره توګه ننوځي. په دغو کې ۳۸۰۰۰ افغانان، ۴۵۰۰۰ شامي وګړي دي او د پاکستانيانو شمير ۱۳۲۰۰ دی چې زياتره د پنجاب صوبې اوسېدونکي دي. يو اوولس کلن افغان ځوان حبيب الله داوخت د هنګري په بوداپشټ ښار کې د اورګاډي په تمځي کې جرمني ته تلو هڅه کوي. له ده سره عبدالحي کاکړ مرکه کړې ده او په سر کې يې له افغانستان اروپا ته د ده په ناقانونه توګه د راتګ علت پوښتلی دی؟
په جمرود کې ځانمرګي برید د سترګو لېدلې حال د خېبر ايجنسۍ په جمرود کې په يوه ځانمرګي برید کې لږ تر لږه درې کسان وژل شوي او تر پنځوسو زيات ژوبل دي. په جمرود کې د ځایې وسیدونکې د ایمل خان د سترګو لېدلې حال را کوي. د ایمل خان غږ (ږغ) په دې ځای کې اورېدای شئ.
د سريلنکا کرکټ لوبډلې کيپتان کمار سنګا کاره پرون (دوشنبه) د دې هيواد په کولمبو لوبغالي کې خپله وروستۍ لوبه تر سره کړه او د کرکټ له نړۍ يې رخصت واخيست. سنګاکاره چې بېټسمېن او وکټ کيپر و، ۱۵ کاله يې د کرکټ لوبه وکړه.
د سريلنکا کرکټ لوبډلې کيپتان کمار سنګا کاره پرون (دوشنبه) د دې هيواد په کولمبو لوبغالي کې خپله وروستۍ لوبه تر سره کړه او د کرکټ له نړۍ يې رخصت واخيست. سنګاکاره چې بېټسمېن او وکټ کيپر و، ۱۵ کاله يې د کرکټ لوبه وکړه. د سريلنکا کرکټ لوبډلې پرون د هندوستان خلاف ټېسټ لوبه وبايله خو بيا هم د سريلنکا
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاستونه او يو پر بل د تورونه پورې کولو سربېره د دواړو هيوادونو او په ځانګړې توګه د دواړو خواوو پښتانه له یو بل سره د اړیکو ښه کولو، امنیت په ځای کولو، او خپلې ژبې او کلتور ته په وده ورکولو کې څه رول لوبولی شي؟ نن د کرښې په غاړه کې د پاکستان افغانستان ولسي تړون د مشرانو سره پر دغه موضوع بحث لرو کوربه شاهین بونیری دی.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د سیاستونه او يو پر بل د تورونه پورې کولو سربېره د دواړو هيوادونو او په ځانګړې توګه د دواړو خواوو پښتانه له یو بل سره د اړیکو ښه کولو، امنیت په ځای کولو، او خپلې ژبې او کلتور ته په وده ورکولو کې څه رول لوبولی شي؟
د یکشنبې په ورځ د خیبر پښتونخوا په ټل سیمه کې یو ادبي سیمینار وشو چې موضوع یې وه « په اوسني حالاتو کې د شاعر او ادیب ذمه واري ». دا سیمینار د مترقي لیکوالو د یوې نوې تاسیس شوې ټولنې « مترقي لیکونکې ټل » په نوښت جوړه شوې وه.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته