د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان کې سېلاوونو مالي زیانونه اړولي


د سیمې اوسېدونکي وايي، د اګست ۱۷مې سېلاوونو کرنیزو ځمکو، سړکونو او ودانیو ته زیانونه اړولي
د سیمې اوسېدونکي وايي، د اګست ۱۷مې سېلاوونو کرنیزو ځمکو، سړکونو او ودانیو ته زیانونه اړولي

په شمالي وزیرستان کې تر بارانونو وروسته سېلاوونو د خلکو فصلونو، ځمکو او ودانیو ته زیان رسولی دی.

د سیمې اوسېدونکو مشال راډیو ته وویل، د اګست پر ۱۷مه تر سختو ورښتونو وروسته په ټوچي خوړ کې سېلاو راغی او اوس یې کورونه هم له خطر سره مخامخ دي.

یوه ځايي اوسېدونکي جاوېد خان وویل، د سېلاو له وجې په سربندکي سیمه کې د غلام خان او میرامشا ترمینځ د سړک یوه برخه ړنګه شوې ده. د ده په خبره، له میرامشا څخه د میرلي پورې یوشمېر ابادیو ته زیانونه اوښتي دي او سېلاو په خدي سیمه کې یو پل وړی دی.

د سیمې اوسېدونکو له حکومته وغوښتل چې کرنیزو ځمکو او ودانیو ته دې د تاوان مخنیوي لپاره د ټوچي خوړ دواړو غاړو ته حفاظتي پشتې او استنادي دېوالونه ودروي.

د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، په ټوچي خوړ کې سېلاو یې کورونو ته خطر پېښ کړی دی - د اګست ۱۷مې انځور.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکي وايي، په ټوچي خوړ کې سېلاو یې کورونو ته خطر پېښ کړی دی - د اګست ۱۷مې انځور.

د شمالي وزیرستان ډېپټي کمېشنر شاهد علي خان وايي، انتظامي چارواکي د اوښتو زیانونو په اړه معلومات غونډوي او له اغېزمنو خلکو سره مرستې کوي.

ده زیاته کړه چې د ټوچي خوړ دواړو غاړو ته د حفاظتي دېوالونو پر لګولو به ژر کار پیل شي خو نېټه یې و نه ښوده.

دا په داسې حال کې ده چې د جون له پای راهیسې بارانونو او سېلاوونو د خیبر پښتونخوا د ځینو برخو په ګډون په بلوچستان او سیند کې لوی زیانونه اړولي دي او د پاکستان موسمیاتو ادارې د نورو بارانونو خبرداری ورکړی دی.

پښین کې سېلاوونو د مڼو باغونو ته د یو نیم ارب روپیو زیان اړولی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:19 0:00

بلوچستان او سیند کې د نورو بارانونو اټکل

د موسمیاتو ادارې د اګست پر ۱۷مه وویل چې د سیند او بلوچستان په یوشمېر ضلعو کې به بارانونه د اګست تر ۱۹مې پورې روان وي چې له وجې یې د سېلاوونو امکان دی.

ادارې په بیان کې ویلي دي چې د کراچۍ په ګډون د سیند په یوشمېر نورو سیمو کې د بارانونو ترڅنګ د سخت باد لګېدو امکان هم دی.

همداراز، د بلوچستان په کوټه، لسبېله، ژوب، خضدار، پښین، کلا سیف الله، بوري (لورالايي)، زیارت او ځینو نورو برخو کې هم د سختو ورښتونو اټکل شوی دی.

ادارې په بیان کې له اړوندو ادارو او چارواکو غوښتنه کړې ده چې د خلکو د ځان او مال ساتنې لپاره دې اقدامات وکړي.

په بلوچستان کې د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) د اګست پر ۱۶مه وویل چې د وسې او پشکال بارانونو او سېلاوونو له وجې د وژل شویو شمېر ۱۹۶ ته رسېدلی دی.

XS
SM
MD
LG