د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند: د دوو اورګاډو ټکر کې لږ تر لږه ۶۲ تنه مړه، لسګونه ژوبل


چارواکي وايي، اورګاډي د جون پر اوومه سهار وختي په ګوټکي کې ټکر شوي
چارواکي وايي، اورګاډي د جون پر اوومه سهار وختي په ګوټکي کې ټکر شوي

په پاکستان کې د دوو مساپر وړونکو اورګاډو په ټکر کې لږ تر لږه ۶۲ تنه مړه شوي او تر ۱۲۰ زیات کسان ژوبل دي.

دسيند ګوټکۍ مرستيال کمشنر عثمان عبدالله وايي، پېښه کې نن ۲۴ ساعته وروستو هم د څلور تنو مړي رااېستل شوي دي.

نن هم د رارسېدلو رپوټونو له مخې د پاکستان رېنجر او پوځي اهلکاران د مړیو رااېستلو په چارو بوخت ول.

د رېلونو ادارې یوه چارواکي ګل حسن مشال راډیو ته وویل، پېښه د جون پر اوومه سهار شاوخوا څلور بجې د سیند صوبې په ګوټکي ضلعه کې شوې.

د ده په خبره، د ملت اېکسپرېس په نوم اورګاډی له کراچۍ څخه د پنجاب سرګودې او سر سید اېکسپرېس له لاهوره د کراچۍ پر لوري روان ول چې وجنګېدل.

حسن زیاتوي چې ټول مړي او ژوبل د سیند ډېرکي او مېرپور ماتېلو او له ګوټکي ضلعې سره پر پوله د پنجاب صادق اباد روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د اورګاډو په ټکر سخت خپګان ښودلی وو.

نوموړي د جون پر اوومه پر ټوېټر په بیان کې لیکلي، "په ګوټکي کې بوږنوونکې پېښې او پکې د ۳۰ مساپرو پر مړینه زښت خپه" دی.

د وزیراعظم په خبره، د رېلونو وزیر ته یې ویلي چې د وژل شویو له کورنیو سره "پوره مرسته" وکړي.

عمران خان همداراز د "اورګاډو د خوندیتوب په نظام کې د خرابیو معلومولو" لپاره "د جامع پلټنو امر" هم کړی دی.

په پاکستان کې وخت په وخت له پټلیو د اورګاډو اوښتو او د اورګاډو د ټکر پېښې کېږي.

د ۲۰۲۱ز کال د مارچ پر اوومه د سیند د روهړي او سانګي سیمو ترمنځ د مسافرو اورګاډی له پټلۍ واوښت چې پکې لږ تر لږه یو تن وژل شوی او ۴۰ زخمیان ول.

د ۲۰۱۹ز کال په جولای کې د پنجاب له صادق اباد سره نېږدې د دوو اورګاډو په ټکر کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او ۸۴ ژوبل شوي ول.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG