د لاسرسي ځای

تازه خبر

اېف اې ټي اېف پاکستان د څار په خړ لېسټ کې پرېښود


اېف اې ټي اېف د اکتوبر پر ۲۱مه پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرۍ تمویل مخنیوي په لړ کې دې ژر اقدام وکړي.
اېف اې ټي اېف د اکتوبر پر ۲۱مه پر پاکستان غږ وکړ چې د ترهګرۍ تمویل مخنیوي په لړ کې دې ژر اقدام وکړي.

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې (فنانشل اېکشن ټاسک فورس یا اېف اې ټي اېف) پرېکړه کړې چې پاکستان په خپل خړ لېسټ کې وساتي.

دې پاریس مېشته ادارې د اکتوبر ۲۱مې پر ماخوستن تر درې ورځنۍ سرمشریزې وروسته په بیان کې پر اسلام اباد غږ وکړ چې د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي په برخه کې دې "ژر تر ژره پرمختګ" وکړي.

ادارې مشال راډیو ته په استولي بیان کې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ تمویل مخنيوي په برخه کې له ۲۷ څخه پر ۲۶ نکتو عمل کړی دی.

تر سرمشریزې وروسته د اېف اې ټي اېف مشر مارکوس پلېیر خبري غونډې ته وویل، اسلام اباد دې د ترهګرو ډلو د لوړپوړو مشرانو پرضد اقدام وکړي چې د ملګرو ملتونو د بندیزونو په تور لېسټ کې شامل دي. "پاکستان یوشمېر مهم ګامونه اخیستي دي خو باید د هغو ترهګرو ډلو د لوړپوړو مشرانو پرضد پلټنو او مقدمو ته دوام ورکړي چې ملګرو ملتونو د ترهګرو په توګه نومولي دي."

ملګرو ملتونو لشکر طیبه، جماعت الدعوه او تحریک طالبان پاکستان ډلې د ترهګرو په توګه د بندیزونو په تور نوملړ کې اچولي دي.

د لومړیو دوو ډلو لوړپوړي مشران ذکي الرحمان لکوي او حافظ سعید وار له مخه د پاکستان په زندانونو کې دي او عدالتونو ورته د ترهګرۍ تمویل په تورونو سزاګانې هم اورولې دي.

پاکستان د ۲۰۱۸ز کال له جون راهیسې د اېف اې ټي اېف د څار په خړ لېسټ کې دی.

اېف اې ټي اېف، د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي پرته د تورو پیسو سپینولو مخنیوي په برخه کې پاکستان ته سپارښتنه کړې چې اووه نکتې عملي کړي.

د پاکستان د انرژۍ چارو وزیر حماد اظهر د اکتوبر پر ۲۱مه پر ټوېټر په بیان کې د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې اقدام یو "ښه خبر وباله."

نوموړی چې د اېف اې ټي اېف د چارو په اړه حکومتي چارواکی دی وايي، هېواد یې د تورو پیسو سپینولو مخنیوي په برخه کې "له اووه څخه څلور نکتې عملي" کړې دي.

د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي دي چې د ترهګرو ضد یې د عملیاتو په ګډون نور اقدامات هم کړي دي او د ترهګرۍ د تمویل مخنیوي لپاره یې په تېرو دوو کلونو کې قوانین هم جوړ کړي او عملي کړي دي.

د ناقانونه پیسو د څار نړیوالې ادارې د اکتوبر پر ۲۱مه تر غونډې وروسته په بیان کې زیاته کړې چې ترکیه، اردن او مالي د څار په خړ لېسټ کې شاملوي او بوټسوانا او مورېشس له نوملړه باسي. په هغه لېسټ کې د البانیا، فېلېپین، مراکش، شام، یمن او جنوبي سودان په ګډون ۲۳ هېوادونه شامل دي.

XS
SM
MD
LG