په خېبر پښتونخوا کې د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکي وایي چې په دغه صوبه کې د کم-عمرۍ د ودونو مخنیوي په اړه صوبایي اسمبلۍ کې ناست سیاستوال سنجیده نه دي.
د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي په اړه سیند صوبې کال ۲۰۱۴ کې د بل له لارې د واده عمر د جینۍ او هلک لپاره کم از کم اتلس کاله ټاکلی وو خو تر اوسه پورې نه خېبر پښتونخوا، نه پنجاب او نه بلوچستان په دې اړه هېڅ بدلون نه دی کړی.
د ماشومانو د حقونو مبارزه کونکو لخوا دا اندېښنه په داسي وخت کې راغلې چې د پاکستان د صحت وفاقي ادارې له اړخه په یو سروې کې د کم عمرۍ د ودونونقصانونه په نښه شوې و.
مشال راډیو سره په خبرو کې د بشري حقونو لپاره کارکونکې غېر ادارې د بلیو ویېنز مشر قمر نسیم وویل چې د ملګرو ملتونو د ماشومانې د خېر ښېګړې څانګې یونیسېف د مالوماتو ترمخه پاکستان کې یویشت فیصده ودونه په کم عمرۍ کې کېږي.
دې وایي چې په خېبر پښتونخوا کې د کم عمرۍ د ودونو شرح زیاته ده او د پخواني قانون ترلاندې د مخنیوي لپاره یې سزاګانې هم ناکافي دي.
دې زیاتوي ،، د کال ۲۰۱۶ د صحت وفاقي ادارې چې کومه اوسنۍ سروې ده نو هغې ترمخه پنځلس فیصده داسي جینکۍ دي چې هغه د اتلسو کالو نه مخکې مېندې جوړې شوې دي لکه ودودنه به یې څوارلسو او پنځلسو کالو کې شوې وي نو د دې نه دا ثابیتیږي چې په خېبر پښتونخوا کې د کم عمرۍ د ودونو شرح زیاته ده،،
په خېبر پښتونخوا کې کم عمرۍ د ودونو مخنیوي کال ۱۹۲۹د قانون ترمخه چې د واده لپاره به د جینۍ عمر شپاړس کاله وي او د خلاف ورزۍ په صورت کې به زر روپۍ جرمانه او یو میاشت د قېد سزا وي.
قمر نسیم دعوا کوي چې تېره اونۍ په یو کانفرنس کې عالمانو په لیکلې بڼه قرارداد کې ویلي و چې عالمان د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي کې خنډ نه دي بلکې د حکومت اراده نشته.
پېښور کې د عورت فاونډېشن یوه چارواکې صایمه منیر وایي چې د ښځو او ماشومانو جینکو په حق کې جوړ شوي د قوانینو مسودې دسیاستوالو لخوا په اسانه نه منظوریږي.
د دې په وینا چې سیند صوبې پشان نورې صوبې هم دا قانون منظورولې شي.
''د پاکستان تحریک انصاف حکومت دوېم ځل په دې صوبه کې راځي خو دې ځل هم د دې اراده نشته ولې چې تېر حکومت کې چې کله په دې معاملې خبرې کیداې نو په غېر سرکاري توګه به یې یو څو نزدې کسانو موږ ته دا خبره کوله چې د کورني تشدد قانون کې به موږ تاسو سره مرسته کوو خو په دې قانون به خبره نه کوې، اوس دا اتلس کاله عمر کول غېر اسلامي څنګه دي په دې خو موږ نه پوهیزو خو زه په دې هم نه پوهیزم چې آیا سیند صوبه کې بیل اسلام دی؟''
په خېبر پښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف تېر حکومت کې هم د ماشومانو د تحفظ او د خېر ښېګړی سرکاري کمیشن د کم عمرۍ د ودونو مخنیوي بل مسوده صوبایي اسمبلۍ ته وړاندې کړې وه خو د واده لپاره د جینکو عمر اتلس کاله په ټاکلو اتفاق نه و شوې.
د ماشومانو د تحفظ او خېر ښېګړې د سرکاري کمیشن مشر اعجاز احمد خان مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان تحریک انصاف تېر حکومت ورسره په دې بل متفق و خو ځېني سیاسي ګوندونو د واده لپاره د جینکو عمر اتلس کاله ټاکلو په اړه اختلاف لرلو.
د ده په وینا چې دې ځل به هم د کم عمرۍ د ودونو مخینوي بل مسوده په اسمبلۍ کې ناست سیاسي ګوندونو ته لیګي ولې چې د کم عمرۍ د ودونو له وجې په خاص توګه ماشومانې جینکې متاثریږي.
''په دې قانوني مسوده کې موږ عمر اتلس کاله اېښې دی او هغه هم په دې وجه چې د شناختي کارډ لپاره اتلس کاله دې، د ډرایونګ لپاره اتلس کاله دې او ووټ لپاره هم اتلس کاله دې نو بیا ولې واده لپاره نه چې کومه یوه غټه ټولنیزه معاهده وي نو موږ وایو چې دا اتلس کاله کړي نو ښه به وي، د دې لپاره موږ یوه کاري ډله جوړه کړې وه چې پکې موږ سره د ښځو د مرضونو ماهره ډاکټره او عالمان هم و او اتلس کالو عمر ټاکل د کاري ډلې متفقه فېصله وه.''
د خېبر پښتونخوا د وزیراعلی خصوصي مرستیال کامران بنګش وایي چې د ځنډ ښکار په دې معاملې به یې حکومت کار کوي.
''په اسمبلۍ کې ښځو کمیټي شته او زه به هغې ته وریاد کړم چې په دې بیا قانون سازي وکړي ، دا خبره سمه ده چې د کم عمرۍ د ودونو مسله زموږ په سیمه کې شته او دې لړ کې به په موثره توګه موږ خپل کار کوو.''
د غېرسرکاري ادارې بلیو وېنز د یوې څېړنې ترمخه چې د کم عمره جینکو د ودونو یوه غټه وجه غریبي ده او بیا د کورنیو لخوا جینکۍ بوج هم ګڼل کېږي.
تېره اونۍ د پاکستان اسلامي نظریاتي کونسل په نوټس کې هم دا مسله راوړل شوی وه.