د خېبر پښتونخوا په سوات کې ۱۱ کاله پس پاکستاني پوځ هلته د بشپړ امنیت اعلانولو پر مهال د سیمې امنیتي چارې او ځانګړي اختيارات ځايي انتظامي او پوليس ته سپارلی دی.
په دې اړه یوې دستورې ته د صوبې اعلا وزیر محمود خان وویل چې سوات اوس د امن کور ګرځېدلی او دلته به اوس د پرمختګ یو نوی دور پیلېږي.
هغه وویل: ''دلته له ننه یوه لسیزه وړاندې ترهګرو زموږ دغه ښکلې دره نیولې وه، ما په خپلو سترګو لیدل چې دلته پر ځايي ولس ترهګرو څه ډول ظلمونه وکړل. د سوات پر ولس یوه ډېره لویه توره دوره تېره شوې وه. هغه وخت هم د ولس ارادې ډېرې غښتلې او پیاوړې وې. ترهګرۍ دلته د خلکو ژوند ژواک، روزګار او کلتور ډېر په بې ترسۍ سره ویجاړ کړی وو. او په نړۍ کې د هغې مثال ډېر کم ترسترګو کېږي.''
اوس چې پوځ ځي دا ډېره ښه خبره ده. زموږ ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او د سوات قامي جرګه یې حمایت کوومختیار خان یوسفزی
د واک سپارلو دې غونډې پرمهال د سوات پولیسو مشر سید اشفاق له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، د دوی ځواکونه د دې جوګه دي چې د خپلې سیمې امنیت وساتي او پرېنږدي چې سوات یوځل بیا د وسله واله لاس ته ولوږي.
(موږ به نه یوازې په دغه سیمه کې امن برقرار ساتو بلکې کوښښ به مو وي چې دلته بیا د تېر په شان اړی ګړی را نه شي.)
د سوات سیمې صوبايي اسمبلۍ غړي ډاکټر امجد پولیسو ته د امنيتي چارو سمبالولو واک سپارلو ته هرکلی وویلو او زیاته یې کړه چې په دې کې زیات رول د دغه سیمې د ولس، پوځ، پولیس، مېډيا او زموږ د نورو مکاتب فکر د خلکو دی چې د دغې ورځې لپاره یې ډېر اووږ جهدوجهد کړی دی.
په دې لړ کې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر مختیار خان چې له کلونو راهیسې د دې لپاره منډې ترړې وهلې چې امنیتي واک او اختیار دې پولیسو ته وسپارل شي له مشال راډيو سره په خبرو کې وویل، پوځ دې نور خپلو بېرکونه ته وګرځي او د دې ځای پولیس دې امنیتي چارو چلولو جوګه کړل شي.
''پوځ تر ډېرې اوږدې مودې دلته پاته شوي چې نور اوږدېږي نو له هغه سره د پوځ حیثیت هم لانجمنېږي. او ولس هم چې اول یې دلته د امن غوښتنه کوله او ویل یې پوځ دې دلته د امن لپاره راشي. پوځ خپله ډیوټي پوره کړه، موږ ورته کورودانی وایو. او اوس چې پوځ ځي دا ډېره ښه خبره ده. زموږ د ګوند له لوري، د سوات قامي جرګې له لوري موږ د دې حمایت کوو.''
په ۲۰۰۷ ز کال په سوات کېپوځ د امنیت ټینګولو لپاره ورغلی وو، او هلته یې په بېلابېلو نومونو پوځي عملیات وکړل او وروستی هغه یې په ۲۰۰۹ز کالد راه نجات په نامه وو، او په هغه وخت له سیمې په لکونه ولس د خیبر پښتونخوا نورو برخو ته کډې یووړې.