د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت د "ګناه ټېکس" لګولو پرېکړه کوي


د خېبر پښتونخوا مردان کې ماشومان د تمباکو بوټي راغونډوي (۲۰۱۸)
د خېبر پښتونخوا مردان کې ماشومان د تمباکو بوټي راغونډوي (۲۰۱۸)

پېښور - د پاکستان مرکزي حکومت تېره اوونی اعلان کړی و چې د ګناه ټېکس په نوم به پر هغو شيانو نوې ماليه يا ټېکس لګول کېږي چې د انساني روغتيا لپاره زيانمن وي. په دې څېزونو کې پر سګرېټ او له تمباکو څخه جوړو شيانو سربېره د خوراک څښاک ځېنې شيان شامل دي.

د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سیکرتر ډاکټر فاروق جمیل د ډېسېمبر پر ۱۲مه مشال راډیو ته وويل چې مر کزی حکومت د Sin Tax يا ((ګناه ټېکس)) لګولو په اړه له ټولو صوبو سره مشورې پېل کړي او که ټول په يوه خله شول نو ډېر زر به دغه ټېکس عملي کړي.

بلخوا د خېبر پښتونخوا له بونېر ضلعې سره اړه لرونکی د تمباکو کاروباري حمیدالله وايي چې د ګناه ټېکس نوم ډېر تاثر لري. د نوموړي په وينا په هېواد کې روغتيا ته زيان رسوونکي يو شمېر نور شيان هم شته نو حکومت دې پر هغوی ټېکس ولګوي.

نوموړي د ډېسمېبر پر ۱۲مه په پېښور کې په دې اړه تر يوې خبرې غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل چې دې ګناه ټېکس په نوم نوې ماليې ورکولو ته تيار نه دی ځکه د تمباکو سره د دوی رزق تړلی دی. د هغه په وينا حکومت ته په کار نه ده چې د ګناه [ټېکس] په پيسو د ولس لپاره کارونه وکړي.

اخوا بيا د صوابۍ ضلعې يو کاروباري فضل قادر وايي چې له وړاندې لا موجوده حکومت نوي ټېکسونه لګولې دي او که پر تمباکو دا ټېکسونه ولګول شو نو د دوی روزګار به ډېر اغېزمن شي. د هغه په وينا په خېبر پښتونخوا کې د ګڼو کسانو روزګار د تمباکو له کرکيلي او تجارت سره تړلی دی.

دغه کاروبار یان وايي چې په دې صوبه کې تر څلور لکه زيات د تمباکو کاروباریان دي او دوی ټول نه يوازې د ګناه ټېکس پر ضد دي بلکې د دې پر نوم اعتراض لري.

د کاروباريانو په غبرګون کې د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې سیکرتر ډاکټر جمیل وايي چې دا ټیکس د نړۍ په یو شمېر هېوادونه کې شته او د دې مقصد نه یوازې خلک له ضرر رسوونکو شيانو راګرځول دی بلکې دا ټېکس حکومت ته مالي ګټه هم رسوي.

XS
SM
MD
LG