د لاسرسي ځای

تازه خبر

یوه لویه قافله د ځڼغوزیو لیدو لپاره شوال ته رسېدلې


په شمالي وزیرستان کې د ځڼغوزو قدرتي باغونه دي چې د ځايي خلکو لپاره د کروړونو روپو حاصلات لري.
په شمالي وزیرستان کې د ځڼغوزو قدرتي باغونه دي چې د ځايي خلکو لپاره د کروړونو روپو حاصلات لري.

بنو ـ د شوال ۷۵۰ کسانو یوه قافله د ځڼغوزیو د باغونو د کتو لپاره شوال ته رسېدلې او د دوی یو شمېر مشرانو د مشال راډیو څخه مننه کړې چې د دوی غوښتنې یې تر حکومتي چارواکو رسولې وې.

د کبلخېلو، جانيخېلو او بکه خېلو سره تعلق لرونکي دا هغه کسان دي چې اصلا د شوال اوسېدونکي دي خو اوس د دوی په سیمه کې د عملیاتو له وجې په بنو او نورو سیمو کې د کډوالۍ ژوند تېروي او تر اوسه خپلو مېنو ته ستانه شوي نه دي.

د بکه خېلو اوسېدونکی ملک مست عليخان وايي:

"د مشال راډیو ډېر شکر ګذار یو چې دوی بار بار زموږ کیسه راپورته کړله. د دوی په واسطه زموږ فریاد تر افسرانو ورسېد. او نتیجه یې دا شوه چې د ۷۵۰ کسانو قافله شوال ته ورسېدله."

نوموړي د حکومت نه هم مننه وکړه چې دوی ته یې لارې خلاصې کړلې. دی وايي د ځڼغوزو فصل د کروړونو روپو ارزښت لري چې د کبلخېلو، جانيخېلو او بکه خېلو پکې خپله برخه ده.

دوی وايي، د اوس لپاره حکومت قبایلو ته یواځې شوال ته د تلو او د ځڼغوزو د فصل د کتو اجازه ورکړېده خو دوی تمه لري چې څو ورځې وروسته به ورته د فصل د حاصل د ټولولو اجازه هم ورکړل شي.

له شمالي وزیرستانه د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی محمد نذیر وايي څو ورځې وروسته به دوی مزدوران له ځانه سره شوال ته بیايي چې ځڼغوزي وشوکوي.

د شمالي وزیرستان یو چارواکي مشال راډیو ته وویل، د امنیتي ځواکونو سره په همغږۍ دا ګام اخېستل شوی او دغو قبایلو ته به د خپلو حاصلاتو د لیدو او ټولولو حق ورکول کېږي.

د شمالي وزیرستان د دته خېلو په ځینو سیمو او شوال کې د ځڼغوزو قدرتي باغونه دي چې د ځايي خلکو لپاره د کروړونو روپو حاصلات لري.

XS
SM
MD
LG