د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزی په شانګله کې د خپلې سیمې د ځوانانو له وهلو ډبولو هسې روغ راووت. که څه هم ځوانانو یې پرضد سختې چیغې او نارې ووهلې خو لاس یې نه ورواچولی.
دا دوهم ځل دی چې د شانګلې خلکو شوکت یوسفزی د خېبر پښتونخوا اسمبلۍ منتخب کړی دی خو دا لومړی ځل چې د همدې خپل قهرېدلي ولس له لاسه له ډېرې لوی خجالت سره مخامخ شو. په ظاهره د دې شرمندګۍ یوازنۍ وجهد دې سيمې د وژل شوي تعلیم افسر نواب علي وژنه وه چې د روانې اکتوبر میاشتې پر ۱۹مه نېټه په خپل دفتر کې وژل شوی وو.
شوکت یوسفزی د هغه د فاتحې لپاره ورغلی و چې پرضد يې د سيمې خلک بلوا شول. د پېښور پوهنتون د سوشيالوجي څانګې استاد جميل چترالی وايي د حکومتي ګوند پاکستان تحريک انصاف د احتجاجونو او دهرنو ناسمې تګلارې ولس ته دا باور ورکړی چې يوازې هم له دې لارو خلک خپل حقونه ترلاسه کولی شي : ''کله چې ولس وګوري د ۲۰۱۴ م کال د دهرنو او احتجاجونو په نتيجه کې پاکستان تحريک انصاف د ۲۰۱۸ م کا انتخابات وګټل نو خلک چې وګوري ، د دهرنو په نتيجه کې حکومت جوړې دی شي او يو تن وزيراعظم جوړې دی شي نو په شانګله کې هم بيا خلک راپاڅي چې جمهوري ادارې ،پارلېمان او پوليس ناکامه شوي او موږ به همدغسې د خلکو سپکاوی کوو نو موږ ته به خپل حقونه ملاويږي.''
جميل چترالي د اکتوبر په ۱۸ مه مشال رېډيو ته وويل، حکومت لره پکار دي ، ولس ته دا باور ورکړي چې د بلوو او تشدد د لارې دوی خپلې مسلې نشي حل کولې او يوازينۍ لار د جمهوريت او ووټ ده.
بلخوا په پېښور کې د سيمه ييزو چارو پوه رحيم الله يوسفزی بيا وايي د شانګلې خلک پر دې غصه دي چې د اکتوبر په ۱۲ مه د دوی د سيمې د وژل شوي تعليم افسر نواب علي وژونکي تر اوسه نه دي نيول شوي. رحيم الله يوسفزي په جمعې ورځ مشال رېډيو ته دا هم وويل چې ګرانۍ او اپوزيشن کمپاين هم د حکومت ضد د خلکو جزبات زيات کړي خو د شوکت يوسفزي خلاف چې د شانګلې خلکو کومه قهرژنه مظاهره کړې نو دا د نورو وزيرانو خلاف نه ده شوې: (( د شيانو بيې ډېر لوړ شوي،بې روزګاري ده،امنيت مسله ده او حکومتي ګوند تحريک انصاف په حکومت کې تر راتلو مخکې له خلکو سره ډېرې ژمنې کړې وې او هغه اوس نه پوره کيږي نو ځکه خلاف خپه دي خو د وزيراعلا په ګډون د نورو وزيرانو په حلقو کې د شانګلې په څېر احتجاج چېرته نه دی شوی))
د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزير شوکت يوسفزي بيا د اکتوبر په ۱۸ مه يوې خبري غونډې ته وويل چې په شانګله کې د ده خلاف احتجاج د جميعت علما اسلام او مسلم ليګ (ن) کارکنانو کړی وو : ''زه هلته لاړم نو هغو خپل خلک راټول کړي وو ځينې زده کونکي وو خو نور هغوي خپل کارکنان راټول کړي وو نو زه چې څنګه لاړم نو دوی نعره بازي شورو کړه. ځينو زما د وهلو هم کوشش وکړ خو له ماسره خپل کارکنان هم وو.''
که څه هم جميعت علما اسلام او مسلم ليګ (ن) د دې تورونو په اړه څه نه دي وېلي خو دا پېښه پر داسې وخت مخې ته راغلې چې جميعت علما اسلام د اکتوبر په ۲۷ مه د تحريک انصاف په مشرۍ د حکومت پر ضد د ازادۍ مارچ کولو اعلان کړی او وايي چې د ۲۰۱۸ م کال په انتخاباتو کې د درغليو په نتيجه کې راغلی اوسنی حکومت به ختموي. خو تحريک انصاف د درغليو تورونه ردوي.
د اکتوبر پر۱۲مه په کوهستان کې د تعليم محکمې د وژل شوي افسر نواب علي د وژنې پرضد د سوات ، شانګلې او اسلام اباد په ګډون د هېواد په مختلفو برخو کې ډېر زياتې مظاهرې شوې دي. ځاي پولیس وايي نواب علي د یو ځاي تن لخوا د ډزو په پېښه کی وژل شوی خو د تعلیم د محکمې چارواکي او استادان وايي د هغه د وژلو فېصله یوې مقامي جرګې په دې وجه کړې وه چې هغه د تعلیم په محکمه کي دځيني ځايي مشرانو د خوښې کسان نه وو بهرتي کړي.