د لاسرسي ځای

تازه خبر

له افغانستان سره پاکستان د پینځو اربو روپیو په ارزښت بشري مرسته اعلان کړې


د خوړو نړیوال پروګرام په کندهار کې پر بې وزله خلکو خوراکي توکي وېشلي
د خوړو نړیوال پروګرام په کندهار کې پر بې وزله خلکو خوراکي توکي وېشلي

د پاکستان حکومت د افغانستان لپاره د انساني همدردۍ پر بنياد د پينځه اربه روپو مرستندویه توکیو وركولو منظوري ورکړې ده.

دا فیصله د ګل په ورځ (نومبر ٢٢) په اسلام اباد کې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ کې د افغانستان لپاره په خصوصي توګه جوړې ايپكس كمېټۍ کې شوې ده.

په دې بشري مرسته (امدادي پیکېج) کې پینځه زره ټنه غنم، دوايانې، ګرمې جامې او کمبلې شاملې دي. د فیصلې تر مخه پاکستان به خپل ګاونډي هېواد هند ته د واګا پولې له لارې افغانستان ته د بشري امداد لېږلو اجازت هم ورکوي.

یاده دې وي چې هند د پاکستان له لارې له افغانستان سره نېغ په نېغه تجارت نه شي کولی او لامل یې د پاکستان او هند ترمینځ خرابې سیاسي او سفارتي اړیکې دي.

په غونډه کې له افغانستانه و پاكستان ته پر درامدوونکیومهمو څيزونو مالیه (سېلز ټېكس) کې هم د كمي كولو منظوري وركړل شوې ده.

د امداد اعلانولو پر مهال وزیر اعظم عمران خان وويل، د پاكستان پر پوله راتلونكیو ټولو افغانانو ته به د كوویډ-۱۹ واکسینولو اسناتیاوې برابرېږي او هغوی به وړیا واکسینېږي.

د پېښور او جلال اباد ترمينځ د بس بند سروس به بحالول کېږي.

یاده دې وي چې وزیر اعظم عمران خان وړاندې هم اعلان کړی وو چې پر تورخم لار له افغانستانه په ویزه ورتلوونکیو وګړو ته به اسانتیاوې ورکوي خو پر تورخم اوس هم ګڼ خلک شکایت کوي چې پاکستان ته په اوړېدو کې سخت مشکلات لري.

ورته شک له مشال رېډيو سره په خبرو کې د سیاسي چارو شنونکی او سیاستوال افرایساب خټک هم لري.

نوموړی وايي، د پاکستان پر تګلارو باور نه شي کېدلای ځکه چې د افغانستان په اړه پاکستان څو څو ځله پالیسی بدله کړي ده. په يو اړخ پاکستان د سپين بولدک او تورخم پولې تړلې دي، افغان زده کوونکي نه راپرېږدي، ناروغه افغانانو ته ډېرې ستونزې دي او بل اړخ دوی له افغانستان سره د مرستو منظوري ورکړې ده.

افراسياب زياته کړه چې عمران خان څو ورځې مخکې د طالبانو نماینده امير خان متقي سره خبرې کړې وې چې د هند غنم به د لاهور له لارې راځي او افغانستان ته به ليږي خو تر اوسه هېڅ عمل نه ورباندې کېږي.

خو د وزير اعظم له دفتره په يوه ټوېټر پيغام کې ويل شوي دي چې په راتلونکيو څو ورځو کې به له افغانستانه د صحت څانګې چارواکي راځي او پر اعلان کړو مرستو به له پاکستان سره یوه کړنلاره ټاکي.

XS
SM
MD
LG