په خيبر پښتونخوا کې د بلدياتي انتخاباتو په لومړي پړاو کې ۱۷ ضلعې شاملي دي.
د خيبر پښتونخوا ټولې ۳۵ ضلعې دي. په دويم پړاو کې به په ۱۸ ضلعو کې انتخابات ترسره کېږي چې حتمي نيټه یې تر دې دمه معلومه نه ده.
په لومړي پړاو کې پېښور، بونير، صوابۍ، نوښار، کوهاټ، ډېره اسماعيل خان، کرک، بنو، ټانک، هري پور، چارسده، هنګو، لکي مروت او درو قبايلي ضلعو مومندو، باجوړ او خيبر کې بلدیاتي انتخابات ترسره شي.
د خيبر پښتونخوا د اليکشن کمېشن وياند سهيل احمد د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې په ۱۷ ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو لپاره ۹۲۲۳ پولېنګ مرکزونه جوړ کړل شوي دي.
نوموړي د حساسو پولېنګ مرکزونو په اړه وويل: "د بلدياتي انتخاباتو لپاره جوړ پولېنګ مرکزونو کې ۲۵۰۷ مرکزونه ډېر حساس دي او ۴۰۸۸ لږ حساس دي. په مومندو قبايلي ضلع کې ۵۸ او په باجوړ کې له ۲۰۰ زیات پولېنګ مرکزونه زيات حساس دي."
بل پلو د تحصيل چيرمين او مير يا ښاروال لپاره د ۶۸۹ اميدوارانو ترمينځ مقابله ده. په جنرل ويلج کونسل د کانديدانو شمېر ۱۹۲۸۵ ده. د ښځو د څوکيو لپاره ۳۸۷۰ ښځو ځانونه نوماند کړي دي. د مزدور کسان څوکيو لپاره ۷۴۲۸، د ځوانانو د څوکيو لپاره ۶۰۱۱ او د مذهبي لږکيو د څوکيو لپاره ۲۹۳ اميدواران په ميدان کې دي. د صوبايي الېکشن کمېشن ترمخه په مجموعي توګه د اميدوارانو شمېر ۳۵۷۰۰ دی.
د الېکشن کمېشن د شمېرو ترمخه په ۱۷ ضلعو کې ۱۲۶۶۸۰۰۰ رجسټرډ ووټران يا رايه اچونکي دي. په دې کې د نارينه وو رايه اچونکو شمېر ۷۰۱۵۷۰۰ زیاته ده او د ښځو ووټرانو شمېر شپږ پنځوس لاکه درې پنځوس زره دی.
په خيبر قبايلي ضلع کې د ووټرانو شمېر پينځه لاکه نهه نوي زره دی. په دې کې د نارينه وو شمېر دري لاکه اته ويشت زره او د ښځو هغه دوه لاکه اويا زره دی.
په مومندو کې د رايه اچونکو شمېر دري لاکه او اتويشت زره دی. په دې کې د نارينه وو شمېره يو لاک درې اویا زره او د ښځو ووټرانو شمېر يو لاک څلور ديرش زره دی. په باجوړ کې د رجسټرډ ووټرانو شمېر پينځه لاکه اته پنځوس زره دی چې د نارينه وو شمېر پکې دوه لاکه اته ديرش زره او د ښځو ووټرانو شمېر دوه لاکه ۳۱ زره دی.
د خيبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو کې دا لومړی وار دی چې بلدياتي انتخابات کېږي. دا اووه قبايلي سيمي په ۲۰۱۸ز کال د مې مياشت کې د ۲۵م اييني ترميم له منظورۍ وروسته په خيبر پښتونخوا کې شاملې کړل شوې وي. له هغې وروسته د ۲۰۱۹ کال په جولای مياشت کې په لومړي وار په قبايلي ضلعو کې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات وشول.
په پېښور کې د هم نيوز تلویزون خبريال طارق وحيد د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل چې په سمدستي توګه په قبايلي ضلعو کې د بلدياتي انتخاباتو اثر به ډېر نه وي ځکه چې په هغو علاقو کې د مقامي حکومتونو نظام په سمه توګه جوړ نه دی. د ده په خبره په راتلونکو وختونو کې به په قبايلي ضلعو کې د مقامي حکومتونو نظام د ځايي خلکو لپاره فايده ولري.
د خيبر پښتونخوا حکومت، په ۱۷ ضلعو کې، د بلدياتي انتخاباتو امنيت لپاره اووه اويا زره پوليسواله تعينات کړي دي. د الېکشن کمېشن چارواکي وايي، په حساسو پولېنګ مرکزونو کې به پوليسو سره سره د اېف سي ځوانان هم ډيوټي کوي. بلخوا د ټاکنو کمېشن د انتخاباتو پرمهال شکايتونو لپاره يو ځانګړی مرکز هم جوړ کړی دی.
په جمهوري نظام کې د مقامي حکومتونو انتخابات ډېر ارزښت لري. د دغو حکومتونو کار څه وي؟ د دې پوښتنې په ځواب کې، په پېښور کې د هم نيوز تلویزون بیورو چيف طارق وحيد د ډېسېمبر پر ۱۷مه مشال راډيو ته وويل :"په پاکستان کې د مقامي حکومتونو د نظام ضرورت له وخت تېريدو سره نور هم زياتيږي. په خيبر پښتونخوا کې د روانو بلدياتي انتخاباتو له وجې به مقامي خلک په دې وتوانېږي چې په خپله محله يا کوڅه کې په خپله استازي منتخب کړي او ورسره خپلې مسئلې په هماغه ځای کې شريکي کړي. د قامي اسمبلۍ او يا صوبايي اسمبلۍ له استازو سره ډېره علاقه وي نو ځکه هغوی ټولو ځايونو ته نه شي رسېدلی. د مقامي حکومتونو نظام يو ډېر ښه نظام دی."
قبایلي ضلعو کې د بلدیاتي ټاکنو د تیارۍ لپاره "د کرښې پر غاړه" خپرونه دلته اورېدلی شئ.
په پاکستان کې په اول وار د مقامي حکومتونو نظام په ۱۹۵۹ز کال د هغه وخت پوځي واکمن جنرال ايوب خان وړاندې کړی و. په هغه وخت کې یې دې ته د "بيسيک ډيموکراسي ارډينس نوم" ورکړی وو. په دويم وار د مقامي حکومتونو نظام له ۱۹۷۷ کال تر ۱۹۸۸ کال پورې جوړ شوی و. په دې موده کې يو بل پوځي مشر جنرال ضياالحق په واک کې و. له هغې وروسته په ۲۰۰۱ز کال کې د هغه وخت پوځي واکمن جنرال پرويز مشرف د مقامي حکومتونو جوړولو ارډينس منظور کړ او په ټول هېواد کې يې بلدياتي انتخابات وکړل.
په ۲۰۰۸ کال کې د هغه وخت ولسمشر اصف علي زرداري صوبو ته دا اختيارات ورکړل چې بلدياتي انتخابات ترسره کړي. له دې وروسته د بلوچستان اسمبلۍ په ۲۰۱۰ز او خيبر پښتونخوا، پنجاب او سېند صوبو په ۲۰۱۳ز کال کې د مقامي حکومتونو جوړولو لپاره د قانون منظوري ورکړه.
په خيبر پښتونخوا کې په اخري ځل بلدياتي انتخابات د ۲۰۱۵ز کال په مې مياشت کې شوي ول او د ۲۰۱۹ز کال په اګست مياشت کې بلدياتي ادارو خپله موده پوره کړې وه او د قانون له مخې نوې ټاکنې بايد په ۱۲۰ ورځو کې دننه شوې وای خو صوبايي حکومت یې د ځنډ لامل په انتخاباتي قوانینو کې بدلون او وروسته کورونا وبا ښودلې وه.