د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزیرستان خلکو پېښور کې پرلت وهلی


احتجاج کوونکي وايي، حکومت پرې مرستې بندې کړې دي: انځور جولای ۲۶، کال ۲۰۲۲
احتجاج کوونکي وايي، حکومت پرې مرستې بندې کړې دي: انځور جولای ۲۶، کال ۲۰۲۲

د شمالي وزیرستان سره تعلق لرونکو لسګونو د جولای په ۲۶مه په پېښور کې د پریس کلب مخې ته خپله احتجاجي ناسته پیل کړه.

دا هغه کسان دي چې په شمالي وزیرستان کې د جنګونو له وجې په عارضي ډول بې ځایه شوي دي. دا خلک وايي، د ۷,۰۰۰ کورنیو د کډوالۍ حیثیت ختم کړل شوی، حال دا چې دغه کورنۍ لا هم خپلو مېنو ته ستنې شوې نه دي.

د احتجاج کوونکیو یو مشر ماک زکیم خان وايي، د افتونو سره د مبارزې صوبايي اداره ( پي ډي اېم اې) دې د دغو کورنیو د کډوالۍ حیثیت بحاله کړي او میاشتنۍ مرستې چې هرې کورنۍ ته به ورکول کېدې، هغه دې هم ورکړل شي. دغو کډوالو ته د میاشتې حکومت شل، شل زره روپۍ ورکولې. ملک زکیم خان وايي، د دې ترڅنګ له افغانستانه ستنو شویو وزیرستانیو کډوالو ته دې هم دغه مرستې ورکړل شي.

شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو ضد پرلت روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:00 0:00

د ظاهر شاه په نوم یو احتجاج کوونکی وايي، له افغانستانه وزیرستاني کډوال نه شي کولی خپلو سیمو ته لاړ شي ځکه چې ځايي امنیتي چارواکي ورته د ورتلو اجازه نه ورکوي. هغه وايي، حکومت چې به کومې ۲۰ زره روپۍ هغوی ته ورکولې، اوس په هغو پیسو هم ګوذاره ګرانه ده خو اوس پرې حکومت هغه مرستې هم بندې کړې دي.

بل پلو، د ناورینونو سره د مبارزې د صوبايي ادارې ویاند احسان داوړ د جولای پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، یوازې د هغو کورنیو د کډوالۍ حیثیت ختم کړل شوی چې وار له مخې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي. نوموړی وايي، بیا هم که داسې کورنۍ وي چې تر اوسه خپلې سیمې ته ستنې شوې نه دي او د کډوالۍ حیثیت یې ختم کړل شوی وي نو هغوی به یې پلټنې وکړي. نوموړی وايي:

"هغه خلک چې سیمې یې پاکې ګرځول شوي او خپلو سیمو ته ستانه شوي نو حکومت پرېکړه کړې ده چې د هغوی میاشتنۍ مرستې بندې کړي، ځکه چې اوس له افغانستانه کډوال راغلي او حکومت به له هغو کورنیو سره مرسته کوي. خو که مستحق خلک وي چې تر اوسه خپلو سیمو ته نه وي تللي او مرستې پرې بندې شوې وي نو حکومت به ورسره مرسته وکړي."

د پېښور پریس کلب مخې ته پرلت وهونکي کډوال وايي، د هغوی تعلق د شمالي وزیرستان د بره مداخېلو، بره منظرخېلو، کوزه مده خېلو او ځینو نورو سیمو سره دی. دوی وايي، دا هغه سیمې دي چې حکومت هلته وزیرستانیو کډوالو ته د ستنېدو اجازه نه ورکوي. خو پي ډي اېم اې او صوبايي حکومت وايي، د بې کوره شویو وزیرستانیو د ستنولو لپاره لاس په کار دي.

دا د شمالي وزیرستان هغه کډوال دي‌ چې د وسله والو پرضد د پاکستاني پوځ د ضرب عضب په نامه عملیاتو له کبله بې کوره شوي وو. د ۲۰۱۲م کال د جون پر ۱۵مه پیل شوو دې عملیاتو څو کاله دوام وکړ او تر یو میلیون زیات خلک یې بې کوره کړل چې لویه برخه یې د خیبر پښتونخوا نورو ضلعو او د افغانستان خوست ته کډه شوي وو.

مالي وزیرستان

XS
SM
MD
LG