د جنوبي وزيرستان په برمل سيمه کې ځايي خلکو د پوځي پوستو له منځه وړو لپاره احتجاج کړی دی.
احتجاج کونکي وايي په سيمه کې يې يو شمېر پوځي چېک پوستې داسې دي چې پر هره یوه دوی په ساعتونو ساعتونو تلاشي کېږي.
دوی وايي دې بې ځایه امنیتي پوستو او پر هغه اوږدو تلاشیو یې ژوند ډېر ګران کړی دی.
د برمل رغزي کلي اوسيدونکي موسا الدين د دې احتجاج حال د اګست پر ۱۲ مه ناوخته له مشال راډيو سره شریک کړ.
ده وویل، چې کله ناروغان روغتون ته وړي نو پر سرحدي لارو او ډېره اسماعېل خان سړک پر جوړو پوځي چېک پوستو د دوی تلاشۍ اخېستل کيږي.
نوموړي وویل چې د برمل خلک له حکومت څخه غوښتنه کوي چې پر هره پوځي پوسته دې له دوی څخه د معلوماتو اخستلو لړۍ بنده کړل شي.
د جنوبي وزيرستان مرستيال کمېشنر امجد معراج د اګست پر ۱۲مه مشال راډیو ته ویلي وو چې دا پوځي امنیتي پوستې د دې لپاره دي چې د ده په وینا ولس ته تحفظ ورکړل شي.
د جنوبي او شمالي وزیرستان په ګډون په نورو یو شمېر سیمو کې د امنیتي پوستو مسله له کلونو راهسې روانه ده چې پرضد یې وخت ناوخته احتجاجونه هم شوي دي.
د دې پوستو له منځه وړل د پښتون ژغورنې غورځنګ په بنیادي غوښتنو کې شامل وو. هغوی تور پورې کوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه دا پوستې یوازې د خلکو تنګولو لپاره ساتي خو حکومت او پوځ دا دریځ ردوي.
د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو په وار وار ویلي چې په سیمه کې یې امنیتي پوستې کمې کړې دي.
د پاکستان واکمن زیاتره وخت دریځ وړاندې کوي چې له افغانستان سره پر پوله او هم داسې په ملک کې دننه پر بېلا بېلو لارو یې امنیتي پوستې د دې لپاره جوړې کړې دي چې د وسله والو د تګ راتګ مخه ونیسي.
خو خلک د حکومت د دې دریځ په غبرګون کې تل دا پوښتنه راپورته کوي چې پر دې ټولو امنیتي پوستو سربېره بیا هم وسله وال بریدونه څوک او څنګه کوي؟
د پاکستان د ۲۰۲۲م کال په پیل کې ویلي وو چې له افغانستان سره یې پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار لګولو کار ۹۴٪ بشپړ کړی دی. د پاکستان پر دې کار پښتنو ملتپالو نیوکې او احتجاجونه کړي وو.
د دوی په وینا، د پر ډیورنډ کرښه اغزن تار ولسونو ته ټولنیز او اقتصادي مشکلات جوړ کړي دي.