د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پارلېمان ځينو غړو د جنرال مشرف لپاره د بخښنې له دعا کولو انکار وکړ


د ۲۰۱۹ کال تصویر: جنرال پروېز مشرف تر درملنې لاندې
د ۲۰۱۹ کال تصویر: جنرال پروېز مشرف تر درملنې لاندې

د پاکستان د پارلېمان ګڼو غړو د هغه هېواد د پخواني پوځي واکمن جنرال پروېز مشرف لپاره د مغفرت له رسمي دعا کولو انکار کړی دی.

د فرورۍ پر شپږمه لومړی په سېنېټ او وروسته په قامي اسمبلۍ کې د غونډې پر مهال د پاکستان مسلم ليګ (ن) او پاکستان پيپلز ګوند په شمول ځينو نورو ګوندونو مشرف د ايين ماتوونکی او د يوشمېر کسانو په وژنه تورن وباله.

د سېنېټ چيرمين چې کله د جماعت اسلامي ګوند له سېنېټر مشتاق احمد خان غوښتنه وکړه چې د پخواني پوځي امر، جنرال مشرف لپاره د بخښنې دعا وکړي نو هغه انکار وکړ. مشتاق احمد خان وويل چې د ترکیې او شام د زلزلې قربانيانو لپاره به دعا وکړي خو د مشرف لپاره نه.

سینيټر مشتاق د سېنېټ له غونډې وروسته مشال راډيو ته وويل: "سنيټ د ولسي نمایندګانو ځای دی او دلته د يو چا لپاره دعا کول د اعزاز خبره ده. دا اعزاز يو داسې کس ته ورکول نه دی پکار چې هغه دوه ځلې د پاکستان ايين مات کړی وو او په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې يې د قتل او غارت ګرۍ بازار ګرم کړی وو." خو په سېنېټ کې د تحريک انصاف غړو غوښتل د مشرف لپاره دعا وشي خو د سېنېټ چيرمين ورته وويل چې څه د اکثريت فېصله وي، همهغسې کوي. د دې ګوند سېنېټر فیصل جاويد پر ټويټر د مشرف له کورنۍ سره غمرازي کړې ده.

پروېز مشرف د فرورۍ پر پینځمه تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۷۹ کلونو په عمر کې په دوبۍ کې مړ شو. د هغه مړی تېره شپه د يوې ځانګړې الوتکې له لارې کراچۍ ته ويوړل شو. د فرورۍ پر اوومه، د هغه د جنازې لمونځ د کراچۍ په ملير کېنټ کې وشو. په دې جنازه کې د پیپلز پارټۍ او مسلم ليګ (ن) هېڅ غړي ګډون نه وو کړی. په جنازه کې ځينو پخوانيو پوځي افسرانو، د متحده قومي مومينټ او تحریک انصاف ځينو غړو برخه اخیستې وه.

مشرف له کلونو راهیسې د ایمالایډوسېس (Amyloidosis) په نوم په یوه ناروغۍ اخته وو. د برتانیا د روغتیا ملي اداره (اېن اېچ اېس) وايي، دا یوه داسې "نایابه او جدي" ناروغي ده چې پکې د وجود "په غړو او بافتونو کې د ایمالایډ په نوم غیرعادي لحمیات یا پروټینونه" جمع کېږي.

جنرال مشرف د ۱۹۹۸ز کال په اکتوبر مياشت کې د پاکستان د پوځ مشر ټاکل شوی وو خو يو کال وروسته يې د هغه وخت د منتخب وزيراعظم نواز شريف پرضد کودتا وکړه او د واک چارې يې په خپل لاس کې واخيستې. نوموړی شاوخوا نهه کاله په واک کې پاتې شوی وو او په خپله واکمنۍ کې یې پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ورشامل کړ.

له شمالي وزیرستانه د پارليمان غړي او د جمهوري ملي غورځنګ مشر، محسن داوړ د فرورۍ پر شپږمه په قامي اسمبلۍ کې د خبرو په وخت وويل چې د جنرال مشرف لپاره بايد د بخښنې دعا ونه شي. هغه وروسته مشال راډيو سره په خبرو کې وویل: "مشرف د پاکستان ایين دوه ځله مات کړی وو. په پښتونخوا او بلوچستان کې يې د ترهګرۍ اور لګولی وو. عدالت د مشرف په خلاف پرېکړه کړې وه چې هغه يو مجرم دی."

مشرف واکمنۍ یوشمېر لوړې ژورې لرلې او پر مهال یې هغه لومړی په ۲۰۰۶ز کې د بلوچستان د پخواني اعلاوزیر او ګورنر نواب اکبر خان بګټي او تر هغې یو کال وروسته د پخوانۍ وزیراعظمې بېنظیر بوټو د وژنو په مقدمو کې هم ونومول شو، خو هغه دا تورونه رد کړل.

د ۲۰۱۹ز کال په پای کې په اسلام اباد کې یوه ځانګړي عدالت مشرف ته له هېواد سره د غدارۍ په تور د مرګ سزا واورله. نوموړي د دې پرېکړې ضد درخواست دایر کړ او د ۲۰۲۰ز کال په جنورۍ کې لاهور عدالت د ځانګړي عدالت پرېکړه ناقانونه وبلله او لغوه یې کړه.

د پوځ له مشرۍ تر ولسمشرۍ پورې د مشرف ژوند ته کتنه
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:16 0:00
XS
SM
MD
LG