د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم او بهرنیو چارو وزیر د غمرازۍ لپاره د ترکيې او شام سفارتونو ته ورغلي


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ــ انځور له ارشيفه
د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف او د بهرنيو چارو وزير بلاول بوټو زرداري ــ انځور له ارشيفه

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د ترکيې سفارت ته ورغلی او هلته یې له ترک سفیر او نورو چارواکو سره په هغه هېواد کې پر راغلې زلزلې خپل خپګان څرګند کړ.

د وزيراعظم دفتر له خوا په خپاره شوي بيان کې ويل شوي شهباز شریف د ترکيې له سفیر سره په خبرو کې ویلي چې هېواد یې په دې سخت وخت کې له ترکيې سره هر ډول مرستې ته چمتو دی او هڅه یې ده چې هغه هېواد ته ځینې نور مرستندویه ډلې او طبي عمله هم ولېږي.

نوموړي ویلي: "موږ وار له مخې مرستندویه ټیمونه او الوتکې ترکیې ته استولي دي. زموږ ژغورونکي ټیمونه، طبي ټیمونه او نورې مرستې په لاره دي."

بل پلو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري چې پر دغه مهال له وزیراعظم سره موجود وو، وروسته یې پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې هېواد به یې زلزله ځپلو ته د مرستو رسولو کار جاري ساتي.

تر هغه يوه ورځ وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د شام (سوريې) سفارت ته ولاړ او سفیر ته یې د هغوی په هېواد کې له شوې زلزلې د ځاني او مالي تاوانونو په اړه تسلیت وړاندې کړ.

نوموړي د شام سفیر ته وویل، "د ازمايښت په دې ګړۍ کې پاکستان د شام له حکومت او خلکو سره ولاړ دی" نوموړي هلته د تاثراتو په کتاب کې خپل احساسات هم ثبت کړ.

په ترکیې او شام کې د فبرورۍ پر شپږمه راغلو زلزلو کې زرګونه خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د تازو شمېرو له مخې په دغو دواړو هېوادونو کې د وژل شویو کسانو شمېر له ۳۷،۰۰۰ اوښتی دی او لا هم په یو شمېر سیمو کې د ژغورنې عملیات روان دي.

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) وايي، په ترکیې او شام کې زلزلو شاوخوا ۲۶ مېلیونه وګړي اغېزمن کړي دي. تر دې مخکې ملګرو ملتونو ویلي ول چې ۵۰ مېلیونه ډالره یې له زلزله ځپلو سره د مرستو لپاره بېل کړي دي.

پر دې سربېره ترکیې او شام ته د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه درمل، خواړه، ژمنۍ مرستې او ډاکتران رسېدلي دي.

ترکیه او سوریه کې زلزله: ګڼ خلک لا هم د ویجاړو ودانیو لاندې دي
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:56 0:00

د شام زلزله ځپلې سیمې زياتره د ولسمشر بشارالاسد د حکومت د مخالفو ډلو تر کنټرول لاندې دي او هلته د فبرورۍ پر نهمه د ملګرو ملتونو د بشري مرستو لومړۍ جوپه ور ورسېده.

د روغتیا نړیوال سازمان په سمدستي ډول د روغتیايي اړتیاوو پوره کولو لپاره له نړیوالو څخه د ۴۲،۸ مېلیونه ډالرو مرسته غوښتې ده.

په ترکیې او شام کې اوسنۍ زلزله يوه له تر ټولو خونړیو زلزلو بلل کېږي. په هغه سیمه کې د فبرورۍ پر شپږمه لویه زلزله سهار وختي پر داسې وخت راغله چې خلک ویده ول.

XS
SM
MD
LG