د لاسرسي ځای

تازه خبر

سپریم کورټ په پنجاب کې د مې پر ۱۴مه د صوبايي انتخاباتو امر وکړ


د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ دا پرېکړه د اپرېل پر څلورمه اورولې وه. انځور له ارشيفه
د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ دا پرېکړه د اپرېل پر څلورمه اورولې وه. انځور له ارشيفه

د پاکستان سپریم کورټ د انتخاباتو کمېشن هغه پرېکړه رد کړې چې په پنجاب او خیبرپښتونخوا کې یې د صوبايي اسمبلۍ لپاره انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولي ول.

د سپریم کورټ د مشر قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ کې درې کسیزې جرګګۍ دا پرېکړه نن (د اپرېل پر څلورمه) اورولې ده.

په دې پرېکړه کې د پاکستان د انتخاباتي کمېشن لخوا په خيبر پښتونخوا او پنجاب کې د انتخاباتو د ځنډولو فیصله غیر اییني ګرځول شوې او ویل شوي دي چې د انتخاباتو کمېشن په دې پرېکړه کې "د خپل واک ناسم استعمال" کړی دی.

د سپریم کورټ دې درې کسیزې جرګګۍ امر کړی دی چې د پنجاب اسمبلۍ لپاره دې د ۲۰۲۳ز کال د مې میاشتې پر ۱۴مه نېټه انتخابات وشي.

بلخوا سپريم کورټ ويلي چې په خيبر پښتونخوا کې د صوبايي انتخاباتو کولو لپاره درخواست ورکوونکي عدالت ته رجوع کولای شي.

دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان انتخاباتي کمېشن د مارچ پر ۲۹مه اعلان کړی وو چې د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ټاکنې به د اکتوبر پر اتمه نېټه کېږي.

د پاکستان د قانون وزير تر عدالتي پرېکړې وروسته ويلي چې هغه د سپريم کورټ "د درې کسيزه جرګګۍ" پر پرېکړه "خپګان او افسوس" کوي.

اعظم نذير تارړ د اپرېل پر څلورمه په اسلام اباد کې خبريالانو ته وويل چې درې کسيزه جرګګۍ د سياسي ګوندونو، مدني ټولنو او د وکيلانو اتحاديو لخوا د انتخاباتو ځنډولو پر غوښتنو سربېره "خپله پرېکړه" واوروله.

بلخوا پاکستان تحريک انصاف ګوند د سپريم کورټ د پرېکړې هرکلی کړی او دا يې "د ايين بريا" ګڼلې ده.

تر دې وړاندې د پاکستان پيپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري تر عدالتي پرېکړې مخکې خبرداری ورکړی وو چې که د انتخاباتو د قضیې اورېدو ته د سپریم کورټ لویه جرګګۍ جوړه نه شي نو هېواد د مارشل لا یا له اېمرجنسۍ غوندې حالت سره مخامخ کیدای شي.

نوموړي د اپرېل پر درېيمه د سیند په لاړکانه کې خبریالانو ته وویل چې که یوازې د سپریم کورټ درې قاضیان د انتخاباتو د قضیې پرېکړه کوي نو دا پرېکړه هېواد له یو اییني بحران سره مخامخ کولای شي.

بلاول بوټو زرداري زياته کړه،‌ "زه اندېښنه لرم چې که لویه [عدالتي] جرګګۍ جوړه نه شوه نو داسي اییني بحران به جوړ شي چې خدای مکړه په پاکستان کې به یو ځل بیا د مارشل لا یا اېمرجنسۍ په څېر حالات رامنځ ته شي."

د ستر عدالت یا سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطا بندیال د پاکستان تحریک انصاف لخوا د درج شوې قضیې اورېدنې ته پر دې سربېره دوام ورکړ چې د دې قضیې لپاره جوړه شوې مخکينی لويه جرګګۍ ماتې شوې وه.

مشر قاضي عمر عطا بندیال په وفاقي حکومت کې د شریکو ګوندونو دا غوښتنه رد کړې ده چې د دې قضیې اورېدنې ته دې د سپریم کورټ پر ټولو قاضیانو مشتمله جرګګۍ جوړه شي.

خو د سپریم کورټ درې قاضیانو د اپرېل پر درېیمه د دې قضیې اورېدنې په ترڅ کې د وکیلانو دلیلونه واورېدل او پرېکړه یې محفوظه کړه چې نن (د اپرېل پر څلورمه) یې واوروله.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناالله هم د اپرېل پر څلورمه تر عدالتي پرېکړې څو شېبې وړاندې وويل چې که د ده په وینا، حالات هغې خوا ته لاړل نو په ایین کې دا موجود دي‌ چې په هېواد کې دې اېمرجنسي (بيړنی حالت) ولګول شي.

نوموړي په اسلام اباد کې له خبريالانو سره د خبرو پر مهال تور پورې کړې چې په هېواد کې د اقتصادي بحران تر څنګ اییني بحران هم د پاکستان تحريک انصاف ګوند د مشر عمران خان د سیاست له کبله رامينځ ته شوی دی.

خبریال او شنونکی محمود جان بابر وايي په پاکستان کې د روان سیاسي بحران پر مهال د بلاول بوټو زرداري لخوا داسې څرګندونې دې ته اشاره کوي چې تر اوسه لا هم په هغه هېواد کې بیا د پوځي واکمنۍ رامينځ ته کېدو امکان موجود دی.

ده وویل، "د دې وجه دا ده چې په پاکستان کې دا وخت ډېر پراخ سیاسي تقسیم دی هغه ځکه چې پاکستان تحریک انصاف او د دوی مخالف واکمن اتحاد له یو بل سره خبرو اترو او ناستې ته تیار نه دي، بل پلو اقتصادي حالات ډېر خراب دي او د پيسو له نړېوال صندوق (ای اېم اېف) سره خبرې مخ په وړاندې نه ځي."

نوموړي زیاته کړه چې دې هر څه ته په کتو د دې امکان شته چې د حالاتو سمولو لپاره تر یو څه وخته مارشل لا ولګېږي. خو د ده په وینا په هېواد کې نور د اوږدمهالې مارشل لا امکان نشته.

دا په داسې حال کې ده چې د هغه وخت واکمن پاکستان تحریک انصاف د ۲۰۲۳م کال په جنورۍ کې د پنجاب او خیبر پښتونخوا اسمبلۍ د دې لپاره ماتې کړې وې چې وفاقي حکومت په هېواد کې تر وخت وړاندې عامو انتخاباتو ته مجبور کړي.

د پاکستان له اساسي قانون يا ايين سره سم، د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته باید په ۹۰ ورځو کې دننه انتخابات ترسره شي. له دې سره سم، په پنجاب او خیبر پښتونخوا کې د صوبايي اسمبلیو لپاره د انتخاباتو کولو اییني‌ موده د اپرېل پر ۱۷مه پای ته رسېږي.

د پاکستان سپریم کورټ د مارچ پر لومړۍ نېټه پرېکړه کړې وه چې په ۹۰ ورځو کې دې په خیبر پښتونخوا او پنجاب کې د صوبايي اسمبلیو لپاره انتخابات وشي.

خو د پاکستان الیکشن کمېشن بیا د هېواد د امنیتي ادارو او حکومت لخوا د ناسمو امنیتي او اقتصادي حالاتو په وجه لومړی د پنجاب صوبې انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولي وو او بیا یې د خیبر پښتونخوا د ګورنر په سپارښتنه د هغې صوبې د صوبايي اسمبلۍ انتخابات تر اکتوبر میاشتې ځنډولي ول.

د پخواني وزیراع‍ظم عمران خان په مشرۍ پاکستان تحریک انصاف د ټاکنو کمېشن دا پرېکړه رد کړې وه او پرضد یې د سپریم کورټ جرګګۍ ته تللی وو.

په پاکستان کې تېر عام انتخابات د ۲۰۱۸م کال د جولای پر ۲۵مه شوي وو او د اسمبلیو اییني موده د ۲۰۲۳م کال په اکتوبر کې پای ته رسېږي.

XS
SM
MD
LG