د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات ولس د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې د چاودنو رڼې پلټنې غواړي


د اپرېل پر ۲۵مه د سوات په نشاط چوک کې د مظاهرې ګډونوالو د ترهګرۍ پرضد شعارونه ورکول.
د اپرېل پر ۲۵مه د سوات په نشاط چوک کې د مظاهرې ګډونوالو د ترهګرۍ پرضد شعارونه ورکول.

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې تر چاودنو یوه ورځ وروسته، خلکو په کبل او مینګوره کې احتجاج کړی دی.

د سوات قامي جرګې تر سیوري لاندې ځايي خلکو د مينګورې په نشاط چوک کې د اپريل پر ۲۵مه په مظاهره کې غوښتنه وکړه چې د هغو چاودنو دې رڼې پلټنې وشي. په دې احتجاج کې د بېلابېلو سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو غړي شامل ول.

د اپريل پر ۲۴مه، په سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې دننه دوې چاودنې وشوې. د پولیسو په وينا په دې پېښه کې ۱۸ کسان وژل شوي او ۵۷ زخميان شوي دي.

د سوات د پولیسو مشر، شفیع الله ګنډاپور له پېښې وروسته مشال راډيو ته وويل چې ابتدايي معلومات ښيي چې دا ترهګریزه حمله نه وه بلکې د باردوي موادو په ډيپو کې چاودنه شوې ده.

د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل احمد شریف چودري هم ویلي دي چې د لومړنیو معلوماتو تر مخه، ښايي په سوات کې د ترهګرۍ ضد پولیسو په مرکز کې شوې چاودنه هلته د موجود بارودو په وجه شوې وي.

نوموړي نن (د اپریل پر ۲۵مه) په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته د خبرو پر وخت وویل چې د سوات د پېښې پلټنې روانې دي خو ابتدايي معلومات دا دي چې دا یو درې منزله عمارت وو او چاودنه په اول منزل کې، په هغه خونه کې شوې ده چیرته چې نیول شوې وسله او بارود پراته ول.

خو د سوات قامي جرګې وياند احمد شاه، چې د نشاط چوک په مظاهره کې شامل وو، مشال راډيو ته وويل چې دوی د ریاست پر دعوو باور نه لري، "دې ریاست موږ ته په بیا بیا دومره دروغ ويلي چې اوس پرې خلک باور نه کوي. د ریاست ګټې جلا او د ولس ګټې جلا دي. نو ځکه موږ شفاف تحقیقات غواړو. دا پلټنې دې هم وشي چې پولیسو دومره ډېر چاودېدونکي مواد څنګه د خلکو د کورونو په مينځ کې د پولیسو په مرکز کې ایښي ول؟"

د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او د خیبر پښتونخوا ګورنر غلام علي د سوات د چاودنو په اړه د تحقیقاتو ويلي دي.

د سوات پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې په کبل سیمه کې د ترهګرۍ ضد پولیسو مرکز کې ۳۵۰ کيلوګرامه مواد موجود ول. خو ګنډاپور زیاته کړې چې دا ابتدايي معلومات دي او پوره پلټنې یې پيل کړي دي.

د سوات په مظاهره کې شاملې، مدني فعالې نيلم مشال راډيو ته وويل چې په بیا بیا په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې کېږي خو د هغې په وينا چارواکي‌ یې د وعدو باوجود مخه نه نیسي.

هغې زیاته کړه چې کله پولیس خوندي نه وي نو خلک به د خونديتوب احساس څنګه وکړي، "زموږ زړونه ډېر خفه دي. په دې ملک کې چې امنيتي ایسټېبلیشمېنټ ته ښې ډېرې پيسې ورکول کېږي او يو لوی بجټ لري نو بیا دا چاودنې ولې کيږي؟ موږ دا غواړو چې پښتنو ته امنيت برابر شي. پولیس زموږ د ساتنې لپاره دي، نو چې پر دوی حملې کېږي نو عام ولس به څنګه محفوظه پاتې شي."

پر دې سربیره د پاکستان تحريک انصاف ګوند يو سياستوال او پخواني وفاقي وزير مراد سعيد، چې د سوات کبل سيمې سره تعلق لري، هم اعلان کړی چې د ګوند غړی به یې د حکومت د ترهګرۍ ضد تګلارو خلاف مظاهرې کوي. نوموړي د سوات تر چاودنو لږ وروسته رسنيوو ته په لېږلي ويډيو پيغام کې وويل چې د اپريل پر ۲۶مه به احتجاجونه پيلوي.

مراد سعيد زیاته کړه: "زما په کلي کبل کې همغسې حمله شوې لکه څنګه چې په پېښور کې پر پولیسو شوې وه. موږ له ۱۰ میاشتو راهیسې دا خبرداری ورکاوه چې ناامني زیاته شوې ده. پولیس د ترهګرۍ ضد جګړه کې قرباني کېږي. موږ دې څوک د پرديو د جګړې خشاک نه جوړوي. يو ځل بیا سازش کېږي چې زموږ خلک بې کوره کړل شي."

د جنورۍ پر ۳۰مه د پېښور پر پولیس لاینز جومات په ځانمرګي برید کې ۹۵ کسان وژل شوي او ۲۲۱ ژوبل شوي ول. په لومړي سر کې د هغې حملې ذمه واري چا نه وه منلې خو د سربکف مومند په نوم یو تن چې ځان د تحريک طالبان پاکستان جماعت الاحرار ډلې يو قوماندان ښيي، پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي وو چې برید دوی کړی دی. البته تحریک طالبان پاکستان مرکزي ډلې له هغې حملې سره لاتعلقي اعلان کړې وه.

د پېښور پولیسو د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د پېښور پریس کلب مخې ته احتجاج کړی وو او پر ریاست یې غږ کړی وو چې د ناامنۍ مخنیوی دې وکړي. دوی شعارونه ورکول چې د بريد تر شا چې "کوم نامعلوم کسان دي، هغه موږ ته معلوم دي." د پولیسو دغه احتجاج یو بې ساری عمل بلل کېږي او له شمالي وزیرستانه د پارلېمان غړي محسن دواړ څو ځلې په قامي اسمبلۍ کې د وينا پر وخت ويلي وو چې د پاکستان پولیس هم د پوځ پر امنيتي پالیسيوو نيوکې کوي او اعتبار پرې نه لري.

د پاکستاني پوځ ویاند میجر جنرل احمد شریف د اپرېل پر ۲۵مه وویل چې دا وخت په هغه هېواد کې د ترهګرۍ ضد تر ۷۰ زیات لوی او واړه عملیات روان دي.

د پاکستان پوځ همېش دریځ لري چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یې ډيره قرباني ورکړې او د وسلوالو پر ضد بې توپيره کاروايي کوي. د پاکستان پوځ او حکومت د اپرېل پر ۱۴مه د ملي امنيت د کمېټې په غونډه کې ويلي ول چې د وسلوالو پر ضد به هدفي عمليات کوي.

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG