د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا یو صوبايي وزیر وايي پر تورخم محدودیتونو سوداګري اغېزمنه کړې ده


 د مې پر دویمه په پېښور پر تورخم وره د ستونزو په اړه غونډه وشوه چې ورته چارواکي او سوداګر ورغلي ول.
د مې پر دویمه په پېښور پر تورخم وره د ستونزو په اړه غونډه وشوه چې ورته چارواکي او سوداګر ورغلي ول.

د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکي وایي، له افغانستان سره سوداګري د پاکستان لپاره خورا مهمه ده خو پر تورخم پوله یو لړ محدودیتونو تجارت زښت اغېزمن کړی دی.

دا خبره د نګران حکومت د بهبود او بحالۍ چارو صوبايي وزیر تاج محمد اپرېدي د مې پر دویمه په پېښور کې له سوداګرو او چارواکو سره په غونډه کې کړې چې پکې په تورخم کې سوداګرو ته پر ورپېښو ستونزو بحث وشو.

په غونډه کې د سوداګرو د استازو تر څنګ پولیسو، د پلټنو وفاقي ادارې (اېف ای اې)، او د پوځ د رسد او تعمیراتي چارو ملي ادارې (نیشنل لاجسټک سېل یا اېن اېل سي) چارواکو ګډون وکړ.

اپرېدي تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې په تورخم کې د پاکستان سرکاري ادارو د غفلت له امله له افغانستان سره پر دوه اړخیزه تجارت ډېر اغېزمن شوی دی.

هغه وویل، که هلته د موجودو ادارو کارکوونکي په سم ډول خپل کار و نه کړي نو پرضد به یې قانوني اقدام وکړي. ''پر کراچۍ بندر او د واهګې پر پوله سوداګرو ته ډېرې اسانتیاوې ورکړل شوي. هلته په ډېر کم وخت کې د کسټم (ګمرک) چارواکي [د مال وړونکو کارونه خلاصوي] او کاروبار پرې روان دی خو له بده مرغه په تورخم کې بیا له افغانستان سره د تجارت لپاره سهولتونه نه شته بلکه هلته یوشمېر خنډونه دي" او د اسنادو قانوني چارې ورو ترسره کېږي.

یو کاروباري نظیم ګل شینواری وایي، له افغانستان سره سوداګري ځکه کمه شوې ده چې پاکستان افغان سوداګرو ته په اسانۍ ویزې نه ورکوي. ''په افغانستان کې زموږ مارکېټ ایران لاس ته په لاس ورغی او هلته اوس له ایرانه خوراکي شیان او نور توکي وروړل کېږي. پخوا به په تورخم د ورځې په شاوخوا ۲،۰۰۰ ګاډو کې د پاکستان مالونه افغانستان ته لېږدول کېدل خو اوس یوازې ۳۰۰ ګاډي ورځي.''

په پېښور کې غونډه پر داسې مهال شوې ده چې د اپرېل پر ۱۷مه په تورخم کې د کمر نړېدو په پېښه کې یوشمېر مال وړونکي ګاډي تر کاڼو او خاورو لاندې شوي ول چې پکې اته تنه وژل شوي ول.

د اېن اېل سي یو چارواکي عزیز خټک تر غونډې وروسته مشال راډیو ته وویل چې په تورخم کې د نوي ټرمینل د جوړولو کار له بشپړېدو سره به د سوداګرو ستونزې هوارې شي او د خلکو تګ راتګ به هم اسانه شي.

XS
SM
MD
LG