د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستاني او طالب چارواکو د تورخم پر لاره د سوداګرۍ په زیاتولو خبرې کړې دي


په تورخم کې د پاکستاني او طالب چارواکو غونډه
په تورخم کې د پاکستاني او طالب چارواکو غونډه

په افغانستان کې د طالبانو حکومت او پاکستان چارواکو په تورخم کې د سوداګرۍ او نورو مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

په تورخم کې د پاکستاني کسټم مسوول حماد علي د مې پر ۳۱مه، مشال راډیو ته وویل چې دا غونډه په صفري نقطه کې وشوه چې پکې د تجارت د زیاتولو او په دې لاره کې د شته ستونزو پر هوارۍ خبرې وشوې. هغه زیاته کړه: "په دې غونډه کې د درامداتو او برامداتو او په ټوله کې د سوداګرۍ د زیاتولو په طریقو بحث وشو. په تورخم کې د ماشومانو نه د کاریګر په توګه د کار اخیستو پر مخنیوي هم خبرې وشوې."

تر دې مخکې افغانانو غوښتنه کړې وه چې په تورخم کې د پاکستان ته تلونکو افغانانو ته سفري اسانتياویې برابرې شي. په ځانګړې ډول هغه مریضان چې غواړي له افغانستانه پاکستان ته د درملنې لپاره ورشي.

په تورخم کې د افغان طالبانو د حکومت یو مسوول عصمت الله په دې غونډه کې په دې اړه خبرې کړې دي. هغه ويلي چې له پاکستاني چارواکو یې وغوښتل چې د افغان مریضانو او مساپرو او تجارانو لپاره دې په تورخم کې په تګ راتګ کې اسانتیاوې پیدا کړل شي.

د پاکستان او افغانستان د ګډې تجارتي خونې یو مسوول ضیاالحق سرحدي مشال راډیو ته وویل چې په تورخم کې د ګډوډۍ، کمو سهولتونو، ترافییکي بیروبار او د ګمرکي چارو د سست نظام له وجې د دواړو خواوو ترمنځ تجارت کم شوی دی. نوموړي زیاته کړه چې پکار ده له شتو موقعې ګټه واخیستل شي او سوداګري زیاته شي.

د مې پر ۲۷مه، پاکستاني چارواکي او په افغانستان کې د طالبانو حکومت د دواړو هېوادونو ترمینځ د خلکو د تګ راتګ اسانولو لپاره د یوې شريکې کمېټۍ پر جوړولو سلا شوي دي. په دغه ورځ په افغانستان کې د طالبانو بهرنيو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې وویل چې د کمېټۍ جوړولو پرېکړه د بهرنيو چارو سرپرست وزير امير خان متقي او په کابل کې د پاکستان ناظم الامور (شارژدافېير) عبدالرحمان نظاماني ترمینځ په ملاقات کې شوې ده.

په خبرباڼه کې راغلې وو چې په کمېټۍ کې به د پاکستاني سفارت او د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت د کونسلۍ برخې کارکوونکي شامل وي او هغوی به پر لارو د خلکو د تګ راتګ او سوداګریزو مشکلاتو په اړه د حللارو لپاره په خپلو کې په رابطه کې وي.

په بیان کې دا هم ويل شوي وو چې نظاماني له متقي وغوښتل چې په افغانستان کې د پاکستانيو زده کوونکو د ویزې مودې وغځوي. طالبانو ويلي چې پاکستاني لوري ته یې د همداسې کولو ډاډ ورکړی دی.

پخوا د پاکستان او افغانستان ډېری وګړو ازاد تګ راتګ کاوه خو په ۲۰۱۶ز کال کې د سفر لپاره د پاسپورټ او ویزې شرطونه لازمي شول. له دې کبله د دواړو خواوو اوسېدونکي د ویزو په ترلاسه کولو کې له یولړ مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

XS
SM
MD
LG