د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان کډوال وايي، په خیبر کې زیاتې شوې ناامنۍ د دوی ژوند ډېر ګران کړی


افغان کډوال پاکستان ته د تلو پر وخت. (انځور: ارشیف)
افغان کډوال پاکستان ته د تلو پر وخت. (انځور: ارشیف)

په خیبر قبایلي ضلعه کې له لسیزو راهسې مېشت افغان کډوال وايي، هلته زیاتې شوې ناامنۍ د دوی ژوند او کاروبار هم ډېر سخت کړی دی.

دوی وايي چې کله کومه بده پېښه وشي نو بیا پولیس له دوي هم پلټنې کوي او چې له چا سره قانوني اسناد نه وي هغه نیسي او پر تورخم یې افغانستان ته اړوي.

دوی وايي پولیس یې پر دې سربېره نیسي او افغانستان ته یې اړوي چې دوی په خیبر کې رشتې کړې دي.

د زریستان په نامه ۳۸ کلن افغان وګړي مشال راډیو ته وویل، له یو پاکستانۍ نجلۍ سره یې واده کړی دی خویندي یې هم دلته ځايي خلکو ته ورکړې دي.

ده وویل، "له یوه بل سره مو ډيرې رشتې دي، موږ دلته پاخه کورونه جوړ کړي دي، مځکې مو اخیستې دي او کاروبار مو هم دلته دې نو پکار ده چې موږ ته پاکستاني اسناد او یا هم د اوسېدو لپاره د رجسټرېشن اجازه راکړي چې ژوند او کاروبار مو اسان شي."

ده وویل چې افغانستان ته هم نشي‌ تلای ځکه چې که لاړ شي نو بیا یې له هغې خوا بیرته نه راپرېږدي نو ځکه اوس ورڅخه هغې خوا ته خپلوان پاتې دي.

دا افغان وګړي وایي چې د خیبر پولیس دې یوازې د هغو افغان وګړو پرضد کارروايي وکړي چې د ناامنۍ په پېښو کې لاس درلودل پرې ثابت وي.

د دوی په وینا، کوم افغانان چې په خیبر کې پرامنه ژوند کوي هغوي دې په تاڼو کې رجسټر شي چې اندیښنې یی ختمې شي.

د رحمت الله په نامه بل پنځوس کډوال وویل چې په جمرود کې یې شاوخوا ۴۳ کاله شوي خو د ده په وینا، په دې وروستو کې پولیسو ډير تنګ کړی دی.

ده وویل، "د کورنۍ زیاتره غړي مې بیرته د ننګرهار ولایت بهسودو ولسوالۍ ته ولیږل او زه په پاسپورټ او ویزه راغلم خو اوس پکې بیا معیاد ختم دی، هر وخت راته تګ راتګ او ویزه اخیستل ډير ګران دي هغه ځکه چې نن سبا د پاکستان ویزه لګول هم ډير ګران کار دی."

د خیبر په مرکز لواړګې یا لنډي کوتل کې د پولیس تاڼې مشر ابراهیم خان د اګست پر ۱۷ مشال راډیو ته وویل دوی ته ویل شوي چې بې اسنادو افغان وګړي ونیسي.

ده وویل، "په دې تیره یوه میاشت کې مو په خیبر ضلعه کې شاوخوا ۳۲ افغان وګړي د اسنادو نه لرولو له وجې نیولي وو او پر تورخم مو افغانستان ته ستانه کړي دي."

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د مېشتو افغان کډوالو د ستونزو په اړه د افغانستان او پاکستان د حکومتونو ترمنځ وخت په وخت غونډې شوې دي.

خو افغان کډوال وايي‌ د دوی ستونزې نه یوازې لا هم پر ځای پرتې دي بلکې په دې وروستیو کې د ناامنۍ له زیاتېدو سره لا پسې سېوا شوې دي.

د خیبر تر څنګ د پاکستان په نورو برخو او په ځانګړې توګه کراچۍ ښار کې فغان کډوالو له ستونزو ډېر سر ټکوي. دوی وايي پولیس یې پر دې سربېره تنګوي چې په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد لري.

خو پولیس دا تورونه ټول ردوي او وايي چې دوی یوازې هغه افغان کډوال نیسي چې په ناامنیو کې ککړ وي او یا هم په پاکستان کې د اوسېدو قانوني اسناد نه لري.

په دې ورستیو کې په ځانګړې توګه له کراچۍ څخه په سلګونه افغان کډوال نیول شوي او په بند کې تر ساتل کېدو وروسته افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

د اګست پر ۱۷ نیټه د تورخم هغې غاړې ته په افغان ګمرک کې د پاکستانيو چارواکو او واکمنو طالبانو ترمنځ په دې اړه یوه غونډه شوې ده.

په دې غونډه کې د دوه اړخیز تجارت په وړاندې پرتو ستونزو، نارغانو ته بې سفري اسنادو ځانګړې اجازه ورکولو او د عام افغان وګړو لپاره په تګ راتګ کې د اسانتیاوو پیدا کولو په اړه خبرې شوې دي.

پاکستان له ۲۰۱۶م کاله راهسې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزه لازمي ګرځولي او په پاکستان کې هغه افغانان نیسي چې د اوسېدو قانوني اسناد ونه لري.‌

XS
SM
MD
LG